په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا سفیره: د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شوی چې له ټولنې څخه په سیستماتیک ډول ښځې ویستل شی
په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا سفیره: د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شوی چې له ټولنې څخه په سیستماتیک ډول ښځې ویستل شی

خبرگزاری زنان افغان: په ملګرو ملتونو کې د برتانیې سفیرې باربرا ووډوارډ ویلی، چې د طالبانو د ترهګرې ډلې لخوا لګول شوی محدودیتونه له ټولنې څخه د افغان ښځو د سیستماتیک وتلو لامل شوی دی. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت نن (شنبه، ٩ ثور ١۴٠٢) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې […]

خبرگزاری زنان افغان: په ملګرو ملتونو کې د برتانیې سفیرې باربرا ووډوارډ ویلی، چې د طالبانو د ترهګرې ډلې لخوا لګول شوی محدودیتونه له ټولنې څخه د افغان ښځو د سیستماتیک وتلو لامل شوی دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت نن (شنبه، ٩ ثور ١۴٠٢) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د مېرمن ووډوارډ د وینا متن خپور کړ.

مېرمن ووډوارډ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو د کار ممانعت د ښځو د بنسټیزو حقونو لپاره د طالبانو ډلې د «بشپړ بې احترامۍ وروستۍ بېلګه» وبلله.

په دغه سازمان کې د بریتانیا سفیر ویلی، چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان مېرمنو له کار کولو منع کول د ملګرو ملتونو د منشور له بنسټیزو اصولو او د نه تبعیض له اصولو څخه ښکاره سرغړونه ده. ښځې او نجونېو د بشری مرستو د لېږد مخه نیسی.

هغه زیاته کړه، موږ د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک په ملاتړ سره طالبانو ته یو واضح پیغام ورکوو چې د افغانستان له ښځو او نجونو سره د دوی د ظلمونو هېڅ توجیه نشته.

مېرمن ووډوارډ په افغانستان کې د بشردوستانه ماموریتونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې “موږ به د افغانستان ښځې او نجونې پرې نه ږدو”.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپله وروستۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغان مېرمنو پر کار کولو بندیز په کلکه غندلی و.

دغه پرېکړه لیک چې په متفقه توګه تصویب شو، په طالبانو غږ کوی چې په سمدستی توګه د ملګرو ملتونو لپاره د افغان ښځو پر کار کولو بندیز لرې کړی.

خبرگزاری زنان افغان