په میرویس روغتون کی ۸۰۲ د خوارځواکۍ ناروغۍ پېښی ثبت سوی
په میرویس روغتون کی ۸۰۲ د خوارځواکۍ ناروغۍ پېښی ثبت سوی

په کندهار ولایت کی د میرویس حوزوې روغتون مسئولین وایې چی په تېرو ۳ میاشتو کی یې سلګونه د خوارځواکی مریضۍ پېښی ثبت کړی دی. دغه مسئولین وایې چی په یاده موده کی ۳۲ ناروغان د دې مریضۍ څخه مړه سوی هم دی. په کندهار ، هلمند ، اروزګان ، او زابل کی د کوچنیانو […]

په کندهار ولایت کی د میرویس حوزوې روغتون مسئولین وایې چی په تېرو ۳ میاشتو کی یې سلګونه د خوارځواکی مریضۍ پېښی ثبت کړی دی.
دغه مسئولین وایې چی په یاده موده کی ۳۲ ناروغان د دې مریضۍ څخه مړه سوی هم دی.
په کندهار ، هلمند ، اروزګان ، او زابل کی د کوچنیانو د خورا ځواکۍ پېښی ډیری سوی.
په سویلی حوزه کی د میرویس روغتون دعلمی شورا مسئول ډاکټر سورګل نوزادی وایی چی په تېرو دریو میاشتو کی ۸۰۲ کوچنیان چی دخوارځواکی په ناروغۍ اخته وه، په میرویس روغتون کی ثبت سوی.
نوزادی وایې چی ددغه مریضانو له جملې څخه ۵۱۸ ناروغان جوړ سوی او ۱۳۷ عاجل ناروغان چی د درملنی لپاره یې په میرویس روغتون کی اسانتیاوی نه وی، بیلا بیلو روغتونونو ته د ښې درملنی په موخه معرفی کړی او ۸۱ مریضان بیا دکورنیو مسئولینو په خپله خوښه له روغتون څخه ایستلی، څو بهرنیو هېوادونو ته یې د درملنې لپاره بوزی.
د نوموړی په خبره د تیرو ۳ میاشتو په موده کی ۳۲ نور دخوارځواکی مریضان چی تر درملنی لاندی وه، مړه سوی هم دی.
ډاکټر سور ګل وایې د خوارځواکی په مریضۍ اخته کوچنیان تر ډېره پوری د غریبو کورنیو وی، چی ماشومانو ته په ښه توګه خواړه او یا نور اړین توکی نه رسېږی، نو ځکه په یادې ناروغۍ اخته سی.
هغه څرګند وی ډېری کورنۍ خپلو ماشومانو ته د ډاکټر له مشورې پرته په هغه صورت کی بازاری شیدی او یا نور خواړه ورکوی چی د مور شیدی یې نه وی، خو په خبره یې چی هغه ددې پر ځای چی کوچنی ته ګټه ورسوی کوچنی د خوارځواکۍ په مریضۍ اخته کوی.
دمیرویس حوزې روغتون د علمی شورا مسئول ډاکټر سورګل نوزادی وایې چی د خوارځواکی ناروغانو په واټ کی د ډاکټرانو د کمبود ترڅنګ د ناروغانو د درملنی لپاره دبسترونو کمود ستونزه هم لری، چی داسلامی امارت مسئولینو ورسره د حل ژمنه کړې ده.
په کندهار کی د خوارځواکۍ مریضی ترڅنګ د شرې مریضی هم ډېرو کورنیو ته سرخوږی جوړ کړی چی وخت نا وخت یې له یاده ناروغۍ څخه کوچنیان هم مړه سوی وی.