په ننګرهار ولایت کې د ښځینه وو اقتصادی فعالیتونه د سقوط له ګواښ سره مخ دی.
په ننګرهار ولایت کې د ښځینه وو اقتصادی فعالیتونه د سقوط له ګواښ سره مخ دی.

په ننګرهار کې د ښځینه و لخوا اقتصادی فعالیتونه وروسته له هغې چې د طالبانو لخوا کابل ونیول شول کم شوی،د ځینو حرفوی زده کړو مرکزونه تړل شوی او د ښځو اقتصادی فعالیتونه د سقوط له ګواښ سره مخ دی. نګینه چې د خیاطۍ ښوونکې ده وایی(ما په جمهوری نظام کې ۲۵شاګردانې درلودې هریوې په […]

په ننګرهار کې د ښځینه و لخوا اقتصادی فعالیتونه وروسته له هغې چې د طالبانو لخوا کابل ونیول شول کم شوی،د ځینو حرفوی زده کړو مرکزونه تړل شوی او د ښځو اقتصادی فعالیتونه د سقوط له ګواښ سره مخ دی.
نګینه چې د خیاطۍ ښوونکې ده وایی(ما په جمهوری نظام کې ۲۵شاګردانې درلودې هریوې په ډېر شوق سره کار کاوه،د کار ترڅنګ مې ورته د سواد آموزۍ کورس هم جوړ کړى ود خیاطۍ له زده کړې وروسته دوى ددې کسب په واسطه یو اندازه پیسې هم لاسته راوړلې،مونږ تصمیم درلود راتلونکی کې ځانته مارکیټ جوړ کړو خو نوی نظام هر څه ګډوډ کړل او زموږ کارونه اوس په ټپه دریدلی.
ذاهده په ننګرهار کې یوه دسلمه دوزۍ استاده وایی چې نوی نظام په راتګ سره له اقتصادی ستونزو سره مخ ده .هغه زیاتوی( مونږ دمارکیټ سره قرارداد درلوده چې کالې به مو په سلمې جوړول او بازار کې به مو په مارکیټونو پلورل دا ددې سبب کېده چې تریوحده ورسره زمونږ اقتصادی ستونزې حل کېدلې اوس چې طالبانو حکومت نیولى ناهیلې شوې یم ځکه کومو مارکیټونو سره مې چې قرارداد درلود لغوه شوى،دوکاندارن وایی چې اوس د تېر په څېر خلک جامې نه اخلی.)
د هغې په وینا که طالبان ښځو ته د اقتصادی فعالیتونو او کاراجازه ورکړی نو ددوى ستونزې به حل شی،خوددې توقع هیڅکله نشی کېدلاى چې دوى دې د ښځواقتصادی فعالیتونو ته اجازه ورکړی.)
ښځینه فعالانې وایی چې په ننګرهار کې ګڼ شمیر ښځو د زیاتونو،لبنیاتو،صابون جوړولو فابریکو اولاسې صنایعو جوړولو په برخه کې کار کاوه چې نوی شمیر نظام راتګ سره یې ټول فعالیتونه ټیټې کچې ته راښکته شوی او یا هم په ټپه ولاړ دی.
شریفه احمدزۍ په ختیځ زون کې د قالین جوړولو اتحادیې مشره وایی(د نوی حکومت راتګ سره که څه هم د طالبانو له لورې یې کارونو مخه نه ده نیول شوې خو د نړیوالوهیوادونواوافغانسان ترمنځ د تجارت د بندیدو سره یې کارونه د بندېدو له ګواښ سره مخ دی.
هغه زیاتوی چې
تېر وخت کې به مو د قالینې دوبۍ،جرمنی،ترکیه او استرالیا ته صادرولې مګر اوس د تجارتی اړیکو د بندیدو له امله د قالینو صادرول بند شوی.
هغه زیاتوی د خامو موادو کمښت،دبانکونو بندېدل،د امریکا لخوا د افغانستان د سرمایې کنګل کېدل اودلرې هیوادونو سره تجارتی اړیکو قطعه کېدل هغه څه دی چې زمونږ تجارت او کار یې د بندېدو ګواښ سره مخ کړى.
هغه وایی که چیری د افغانستان تجارتی اړیکې دنورو هیوادونو سره وصل نشی،کنګل شوې پیسې آزادې نشی نو ددې امکان ډېر دى چې کارونه مو په ټپه ودرېږی.