په ننګرهار کې د دیوال پریوتو له امله دیارلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
په ننګرهار کې د دیوال پریوتو له امله دیارلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د یو جومات د دیوال پریوتو له امله یو تن مړ او دولس تنه ټپیان شوی چارواکی وایی نن سهار شپږ بجې د خوګیاڼو ولسوالۍ د کږې بازار په پاس مشین اباد سیمه کې د میرحمزه مسجد دیوال پر شاګردانو لویدلى چې په نتیجه کې یې یوتن مړ او […]

د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د یو جومات د دیوال پریوتو له امله یو تن مړ او دولس تنه ټپیان شوی

چارواکی وایی نن سهار شپږ بجې د خوګیاڼو ولسوالۍ د کږې بازار په پاس مشین اباد سیمه کې د میرحمزه مسجد دیوال پر شاګردانو لویدلى چې په نتیجه کې یې یوتن مړ او دولس تنه ټپیان شوی.

هغوى زیاتوی چې ټپیان د درملنې په موخه د ننګرهار حوزوی روغتون ته لېږدول شوی چې صحت یې د ډاډ وړ ښودل شوى.

د یادونې وړ ده چې پرون دکونړ ولایت د اسعد اباد ښار دمکلی کړمار ساحه کې یو کور نړېدلى وچې په نتیجه کې یې لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.