په ننګرهار کې د نجونو ښوونځیو ترمنځ ذهنی سیالی ترسره شوه
په ننګرهار کې د نجونو ښوونځیو ترمنځ ذهنی سیالی ترسره شوه

نن شنبه(۱۴۰۰/۱۲/۲۹)په ننګرهار کې د نجونونهو (۹)دولتی ښوونځیو ترمنځ ذهنی سیالی ترسره شوه. دا سیالی د یونسف موسسې په مالی مرسته او همکارۍ په لاره اچول شوې وه چې پکې د سواد حیاتی،بی بی زینب، بی بی عایشه،نازو انا،انکېزه شینوارې،ناهید شهید،مقام خان،بی بی مریم او چهار باغ صفا لیسو زده کوونکو،مدیرانو او په ننګرهار کې […]

نن شنبه(۱۴۰۰/۱۲/۲۹)په ننګرهار کې د نجونونهو (۹)دولتی ښوونځیو ترمنځ ذهنی سیالی ترسره شوه.
دا سیالی د یونسف موسسې په مالی مرسته او همکارۍ په لاره اچول شوې وه چې پکې د سواد حیاتی،بی بی زینب، بی بی عایشه،نازو انا،انکېزه شینوارې،ناهید شهید،مقام خان،بی بی مریم او چهار باغ صفا لیسو زده کوونکو،مدیرانو او په ننګرهار کې داسلامی امارت معارف مسولینو په کې ګډون کړى د بی بی زینب د نجونو لیسې د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په ننګرهار کې د اسلامی امارت د معارف مسولین وایی دغه سیالی تقریری وه چې پکې سوالونه د زده کوونکو لخوا د A اوB ګروپ کې په نښه شول. چې په هر ګروپ کې د زده کوونکو شمېر اتلس تنه و.
په نوموړې سیالۍ کې بی بی عایشې لیسې لومړى،بی بی مریم لیسې دوهم او ناهید شهید لیسې دریم مقام خپل کړ چې په پاى کې په لومړی،دوهم،دریم مقام ګټونکو ذده کوونکو سربېره پنځلس نورو زدکوونکو ډالۍ او ستاینلکونه وویشل شول.
د معارف ریاست مسولین وایی چې راتلونکی کې هم پلان لری ورته سیالی په لاره واچوی چې درې یې ذهنی او څلور یې ورزشی سیالۍ دی.