په ننګرهار کې ښځینه مامورینې:طالبانو لخوا مو دندې تنقیص  شوی
په ننګرهار کې ښځینه مامورینې:طالبانو لخوا مو دندې تنقیص  شوی

په ننګرهار ولایت کې یـو شمېره ښځینه مامورینو چې د ولایت مقام کې یې دندې درلودې خبرګذاری زنان ته وویل چې طالبانو لخوا ورته په شفاهی توګه ویل شوی چې دندې مو تنقیص شوی. د ننګرهار ولایت مقام کې یوې ښځینه مامورې چې نه یې غـوښتل نوم یې واخیستل شی خبرګذاری زنان ته وویل(ما او […]

په ننګرهار ولایت کې یـو شمېره ښځینه مامورینو چې د ولایت مقام کې یې دندې درلودې خبرګذاری زنان ته وویل چې طالبانو لخوا ورته په شفاهی توګه ویل شوی چې دندې مو تنقیص شوی.
د ننګرهار ولایت مقام کې یوې ښځینه مامورې چې نه یې غـوښتل نوم یې واخیستل شی خبرګذاری زنان ته وویل(ما او زما څلور نورو همکارانو تیر کال د کانکور له لارې ولایت مقام کی دنده واخیسته د نوی نظام د راتګ سره یې په کور معاش راکاوه او د امر ثانی پورې یې په کور د معاش راکولو وعده کړې وه چې پوره کوله یې هم، اما د پنجشنبې په ورځ مو پیغام تر لاسه کړ چې د ولایت مقام په تشکیل کی ۳۶۰ درجې تغیر راغلی دى، د ډیرو نورو بستونو تر څنګ یې زمونږ د پنځه کسه ښځینه و بستونه هم تنقیص کړی دی.

هغې زیاته کړه
(زمونږ خو په هر حال خو هغه نارینه او بعضی ښځینه همکارانې مو چې د کورنۍ سرپرستی ورترغاړې وه سخت غمجن دی.)
د ننګرهار ولایت مقام دفتر کې یو تن بلې ښځینه مامورې خبرګذاری زنان ته وویل(څلورمیاشتې کېږی چې
زموږ تګ دفتر ته ځنډول شوى او دا ځنډول دطالبانو لخوا شوی نو ځکه هغوی موږ ته زموږ معاش په کور راکاوه،داچی زموږمعاش وو نو داقتصادی پلوه یې پرمونږ کوم منفی اغېزه ونه کړه،څو ورځې وړاندې
په شفاهی ډول مونږ ته وویل شول چې دنده مو تنقیص شوې،
ما مې خپل معاش له طریقه خپل دکورمصارف او خرچه پوره کوله، داچی معاش بند شو نو داقتصادی ستونزوسره مخ شوم)
هغې وویل چې اوس وخت کې دا واضح ده چې دښځو ستونزو ته رسیدګی نه کیږی ځکه نړیوال شرایط همدادی چې دوی(طالبان) یې ومنی.

هغې همداراز زیاته کړه (هغه شته ستونزو چې ښځینه دهغې حل لپاره کار کاوه اوس به پاتې وی او یا به نارینه ورته ناست وی خو دښځو جرٸت او د کارکولو هڅې به له منځه لاړشی ځکه چی ډیرې سوداګرې ښځې به هلته راتللې او خپل کارونه به یې مخته وړل خو اوس فکونکوم چی د ښځو ستونزې دې حل شی)
د هغې په وینا سوداګرې میرمنې ملاتړ ته ضرورت لری چې پخوابه دولایت مقام ددوى ملاتړ کاوه خواوس طالبان د دوی کارته اجازه نه ورکوی نوآیا ملاتړ به وکړې؟
زما او زموږ د همکارانو هدف دا ووچې دخپلو ورونو ترڅنګ موږ هم دخپل مسولیت مطابق وکولای شو خپلو هیوادوالوته خدمت وکو اوخپل هیواد دسیالو هیوادنوپه لړکې راولو خوطالبانو له مونږ څخه د خدمت چانس واخیست)
هغې همداراز زیاته کړه(که څه هم موږ ولایت مقام کې دنارینه ووسره وو خو موږ په خپل اسلامی حجاب تلو اوبیرته راتلو حتی دسلام نه پرته موږ خپلو همکارانوسره خبرې هم نکولې خو کله چې به دندې اړوند کومه ستونزه پیښیده بیا به مو ترې د حل په موخه پوښتنه کوله.)

په افغانستان د طالبانو ته تسلط څخه وروسته ګڼ شمېر ښځینه کارکوونکې بې دندې شوی چې څه موده وړاندې د طالبانو لخـوا د مالیې وزارت ښځینه کارکـونکو ته ویل شوی چې د خپل کورنۍ نارینه دخپل ځان پرځاى دفتر ته ورولېږی چې ګڼ شمېر ښځینه د اقتصادی ستونزو او ناهیلیو سره مخ شوی.