په ننګرهار کې یوه سړی خپله مېرمن وژلې ده
په ننګرهار کې یوه سړی خپله مېرمن وژلې ده

خبرگزاری زنان افغان: د ننګرهار ځایی سرچینې وایی، چې د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې یوه سړی خپله مېرمن په ډزو وژلې ده. دا پېښه تېره شپه “چهارشنبه د ثور ٢٧مه” د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ په ګردی قوس سیمه کې رامنځته شوې ده. دغه سړى خپله میرمن په خپل کورکې په مرموز ډول وواژه […]

خبرگزاری زنان افغان: د ننګرهار ځایی سرچینې وایی، چې د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې یوه سړی خپله مېرمن په ډزو وژلې ده.

دا پېښه تېره شپه “چهارشنبه د ثور ٢٧مه” د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ په ګردی قوس سیمه کې رامنځته شوې ده.

دغه سړى خپله میرمن په خپل کورکې په مرموز ډول وواژه او وروسته له ساحې څخه نامعلوم ځاى ته وتښتید.

د سرچینی په خبره وژل شوې مېرمنې پنځه ماشومان، دوه لوڼې او درې زامن لری.

سرچینی وایې چې ددی پېښی لامل کورنى تاوتریخوالى دى.

خبرگزاری زنان افغان