په ننګرهار کې  ۴۰۰میرمنو ته د خیاطۍ ماشینونه ورکړل شول
په ننګرهار کې  ۴۰۰میرمنو ته د خیاطۍ ماشینونه ورکړل شول

د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار،سره رود ولسوالۍ د شیخ مصری ښارګوټی کې ۴۰۰میرمنو ته چې اوس مهال په حرفوی زده کړو بوختې دی د خوړو نړیوال سازمان(WFP) په مالی لګښت او BFANOپه تخنیکی همکارۍ د خیاطۍ ماشینونه وویشل شول. د حرفوی زده کړو یوتن زده کوونکې سایمه وایی ” مونږ له څلور میاشتو […]

د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار،سره رود ولسوالۍ د شیخ مصری ښارګوټی کې ۴۰۰میرمنو ته چې اوس مهال په حرفوی زده کړو بوختې دی د خوړو نړیوال سازمان(WFP) په مالی لګښت او BFANOپه تخنیکی همکارۍ د خیاطۍ ماشینونه وویشل شول.

د حرفوی زده کړو یوتن زده کوونکې سایمه وایی ” مونږ له څلور میاشتو راهیسې د خیاطۍ،ګلدوزۍاو حجاب ګنډلو زده کړې کورس کې زده کړه کوو چې له یو خوا کور ته حلاله نفقه وړو له بله طرفه د خیاطۍ کسب زده کړه کوو”
هغه تمه لری چې دوه میاشتی وروسته به له دې کورس څخه فارغه ،د خیاطۍ کسب به زده کړی او پخپل لاس ګنډلې جامې به بازار کې وپلوری چې له طریقه به یې د خپل کور لګښتونه پوره کړی.
نوموړې د حرفوی زده کړو کورسونه د ښځو لپاره ګټور وبلل او وایی چې دا ډول کورسونه بې کاری،فقر له منځه وړی او ښځو ته کار او زده کړې زمینه برابروی.
هغې له موسساتو غوښتنه وکړه چې دې ته ورته نور کورسونه ایجاد او ملاتړ یې وکړی.
په ننګرهار کې د طالبانو د کاراوټولنیزو چارو رئیس مولوی فریدالله حقانی وایی”دې میرمنو ته څلور میاشتې د ګلدوزۍ،حجاب او د ماشومانو د خوب بسترې جوړونې په برخه کې روزنه او هره میاشت د WFPله لورې د ۷۰ امریکایی ډالرو په ارزښت خوراکی توکو مرسته ورکړل شوې ده.
نوموړی یادو میرمنو ته د زده کړی کسب څخه حلال رزق لاسته راوړلو او د حجاب مراعاتولو سپارښتنه وکړه.
د ننګرهار د کاراوټولنیزو چارو ریاست کې د مهار تونو د پراختیا عمومی مدیر یونس خان یونس وایی اوسمهال په ننګرهار ولایت کې شااو خوا ۱۶۰۰نورې میرمنې په مختلفو برخو او مختلفو حرفو کې په زده کړو بوختې دی.