په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو بد بشری بحران په افغانستان کې روان دی
په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو بد بشری بحران په افغانستان کې روان دی

خبرگزاری زنان افغان: د بشری حقونو د څار سازمان په یوه بیان کې ویلی چې افغانستان په نړۍ کې یو له «ترټولو بدو بشری غمیزو» څخه دی او تر ډیره حده له رسنیو څخه ورک شوی دی. نن “سه شنبه، د ثور ۲۵مه” د بشری حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړ، چې د افغانستان دوه […]

خبرگزاری زنان افغان: د بشری حقونو د څار سازمان په یوه بیان کې ویلی چې افغانستان په نړۍ کې یو له «ترټولو بدو بشری غمیزو» څخه دی او تر ډیره حده له رسنیو څخه ورک شوی دی.

نن “سه شنبه، د ثور ۲۵مه” د بشری حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړ، چې د افغانستان دوه پر درېیمه برخه وګړی د خوړو له سخت کمښت سره مخ دی، چې له دې ډلې ۸۷۵ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دی.

دغه بنسټ زیاته کړه چې ښځې او نجونې د دې بشری ناورین له خطر سره مخ دی.

اعلامیې ویلی چې اوسنی بحران دوه حیاتی مسوولیتونه لری؛ خو دې کار په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر وړاندې یو ناڅرګنده دنده تحمیل کړې ده: اړمنو ته د مرستو رسول او همدارنګه پر طالبانو فشار راوړل چې د بشری حقونو ناوړه سرغړونې پای ته ورسوی.

په اعلامیه کې ویل شوی چې د ملګرو ملتونو په دفترونو او غیردولتی موسسو کې د ښځو د کار کولو د منع کولو په ګډون د طالبانو مخ په زیاتیدونکی زورواکو تګلارو په هیواد کې بشری ناورین لاپسې لا پسې زیات کړی دی.

د دې ادارې په وینا، مرستندویه ډلې باید اوس د حیاتی مرستو د برابرولو لپاره خپله هڅه وکړی او ډاډ ترلاسه کړی چې دوی د طالبانو ناوړه فرمانونه پیاوړی نه کړی.

د بشری حقونو د څار سازمان زیاته کړې، که د بشری بودیجې اوسنۍ کچه ښه نه شی، له طالبانو سره ښکیلتیا به بې معنا وی.

دغې ادارې خبرداری ورکړی، چې د مرستو له کمښت سره به ډېر افغانان نور هم بې وزله او وږی شی.

خبرگزاری زنان افغان