په نیمروز کې د یوه ماشوم مړى موندل شوى چې سترګې یې پرې شوې وې
په نیمروز کې د یوه ماشوم مړى موندل شوى چې سترګې یې پرې شوې وې

خبرگزاری زنان افغان: د نیمروز ولایت سیمه ییزې سرچینې وایی، چې د دغه ولایت په یوه سیمه کې یې د یوه ماشوم مړى د حلالولو پر مهال موندلى دى. سرچینې خبرگزاری زنان افغان ته ویلی، چې د دغه ۱۲ کلن ماشوم مړی نن سهار “د ثور ١۵ مه” د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په […]

خبرگزاری زنان افغان: د نیمروز ولایت سیمه ییزې سرچینې وایی، چې د دغه ولایت په یوه سیمه کې یې د یوه ماشوم مړى د حلالولو پر مهال موندلى دى.

سرچینې خبرگزاری زنان افغان ته ویلی، چې د دغه ۱۲ کلن ماشوم مړی نن سهار “د ثور ١۵ مه” د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې موندل شوی دی.

عینی شاهدان د دغه ماشوم د جسد د انځور په رالیږلو سره وایی، غاښونه یې پرې شوی، وهل شوی او بیا یې سترګې ایستل شوی دی.

دغه ماشوم علی نومېده.

عینی شاهدانو د دغه ماشوم وژنه وحشتناکه وبلله او د عاملینو د نیولو غوښتنه یې وکړه.

سرچینه وایی، دغه ماشوم څه موده وړاندې ورک شوی و.

وسله والو طالبانو په نیمروز کې په دې اړه څه نه دی ویلی.

د دې پېښې لامل تر اوسه معلوم نه دی.

تر دې مخکې په نیمروز کې د یوې ځوانې ښځې مړی په یوه څاه کې موندل شوی و چې په ډزو وژل شوې وه.

خبرگزاری زنان افغان