په هلمند کې د ښځینه خبریالانو پر بندیز سربېره پر نارینه خبریالانو هم بندیزونه لګول شوی دی
په هلمند کې د ښځینه خبریالانو پر بندیز سربېره پر نارینه خبریالانو هم بندیزونه لګول شوی دی

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر (نی) د سه شنبې په ورځ (د حوت دوهمه) وویل، چې د راپورونو له مخې، د هلمند ولایت لپاره طالب چارواکو ځایی خبریالانو ته امر کړى، چې له دې وروسته دوى حق نه لری، چې له دې ولایت څخه ویډیویی راپورونه چمتو کړی. خلک او د دولتی […]

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر (نی) د سه شنبې په ورځ (د حوت دوهمه) وویل، چې د راپورونو له مخې، د هلمند ولایت لپاره طالب چارواکو ځایی خبریالانو ته امر کړى، چې له دې وروسته دوى حق نه لری، چې له دې ولایت څخه ویډیویی راپورونه چمتو کړی. خلک او د دولتی ادارو چارواکی یا عکسونه واخلی٠

ظریف کریمی د دې دفتر مسوول ، پرون سې‌شنبه رسینو ته وویل، د ویډیو او تصویرونو د برخې خبریالانو ته ویل شوی، چې د چارواکو عکسونه دې نه اخلی او د دوی په باب دې تصویری راپورونه، نه جوړوی.

نوموړی وایی: له چې له بده مرغه پر رسنیو د محلی چارواکو دا ډول محدودیتونه او فشارونه ګورو، باوری کېږو چې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې جدی خطرونه شته او که اقدام ونه شی، ممکن دا خطر نور هم جدی شی او کرار- کرار ټولو رسنیو ته یې لمن وغځیږی.

کریمی زیاته کړه، په هلمند کې خبریالانو ته ویل شوی، چې د عادی خلکو تصویری راپورونه دې هم نه جوړوی.

تر دې مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلی وو، چې د رسنیو ازادۍ او خبریالانو ته پر وخت د اطلاعاتو شریکولو ته ژمن دی.

خبرگزاری زنان افغان