په هلمند کې یوه سړی د خپلې مېرمنې غوږونه او پوزه پرې کړل
په هلمند کې یوه سړی د خپلې مېرمنې غوږونه او پوزه پرې کړل

په هلمند ولایت کې یوه سیمه ییزه سرچینه وایی چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یوه سړی د خپلې مېرمنې غوږونه او پوزه له دې امله پرې کړی چې لور یې له کوره وتلې وه. په هلمند ولایت کې یوې سیمه ییزې سرچینې نن (چهارشنبه د حوت په ٢۴مه) د نوم نه ښودلو […]

په هلمند ولایت کې یوه سیمه ییزه سرچینه وایی چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یوه سړی د خپلې مېرمنې غوږونه او پوزه له دې امله پرې کړی چې لور یې له کوره وتلې وه.

په هلمند ولایت کې یوې سیمه ییزې سرچینې نن (چهارشنبه د حوت په ٢۴مه) د نوم نه ښودلو په شرط، خبرگزاری زنان افغان ته وویل چې دا پېښه د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ د “اوغلو” په کلی کې رامنځته شوې ده.

سرچینه وایی، دغه سړی نن سهار وروسته له هغه د خپلې مېرمنې غوږونه او پوزه پرې کړل، چې لور یې له کوره تېښته وه او دا مېرمن د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ مرکزی روغتون ته لېږدول شوې ده.

سرچینې د امنیتی ملحوظاتو له امله په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

طالبانو د بشری حقونو خپلواک کمیسیون او د ښځو چارو وزارت په ګډون ټول هغه بنسټونه منحل کړی چې د ښځو او بشری حقونو ملاتړ کوی او پر ځای یې د عامه چارو وزارت جوړ کړی دی.

د راپورونو له مخې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر حقونو او شخصی او ټولنیزو ازادیو د پراخو محدودیتونو له لګولو وروسته په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې کورنۍ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د طالبانو د واکمنۍ له رانسکورېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر ښځو ځان وژنه کړې او لسګونه مېرمنو د وسلو په کارولو، تېزابونو او زهرجنو توکو په خوړلو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#