په هلمند کې یوه سړی خپله مېرمن د تبر په وسیله وژلې ده
په هلمند کې یوه سړی خپله مېرمن د تبر په وسیله وژلې ده

خبرگزاری زنان افغان: په هلمند کې د طالبانو سیمه ییز چارواکی وایی، یوه سړی خپله مېرمن په تبر وژلې ده. دا پېښه د جمعې په شپه “ثور ۲۹مه” د هلمند ولایت د موساکلا ولسوالۍ په (شواروز)کلی کې رامنځته شوې ده. په هلمند ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوی (محمد قاسم […]

خبرگزاری زنان افغان: په هلمند کې د طالبانو سیمه ییز چارواکی وایی، یوه سړی خپله مېرمن په تبر وژلې ده.

دا پېښه د جمعې په شپه “ثور ۲۹مه” د هلمند ولایت د موساکلا ولسوالۍ په (شواروز)کلی کې رامنځته شوې ده.

په هلمند ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوی (محمد قاسم ریاض) هم دغه پیښه تایید کړې ده.

د ریاض په وینا، دغه مېرمن د کورنۍ شخړې له امله د خپل مېړه له خوا وژل شوې ده.

ریاض زیاتوی چې ددغې پېښې عامل د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی پېښې زیاتې شوې دی.

خبرگزاری زنان افغان