په ویانا کې دویمه غونډه: “د ښځو حقونه د بحث یوه مهمه موضوع ده”
په ویانا کې دویمه غونډه: “د ښځو حقونه د بحث یوه مهمه موضوع ده”

خبرگزاری زنان افغان: د ویانا دویمه غونډه د یو شمېر سیاستوالو، د ښځو د حقونو فعالانو او د طالبانو د ترهګرې ډلې د مخالفو شخصیتونو په ګډون د اتریش په پلازمېنه کې جوړه شوه. دا غونډه پرون “دوشنبه د ۱۴۰۲ کال د اپریل په څلورمه” د اتریش د پلازمېنې ویانا په ښار کې پیل شوه، […]

خبرگزاری زنان افغان: د ویانا دویمه غونډه د یو شمېر سیاستوالو، د ښځو د حقونو فعالانو او د طالبانو د ترهګرې ډلې د مخالفو شخصیتونو په ګډون د اتریش په پلازمېنه کې جوړه شوه.

دا غونډه پرون “دوشنبه د ۱۴۰۲ کال د اپریل په څلورمه” د اتریش د پلازمېنې ویانا په ښار کې پیل شوه، چې د سیاستوالو، د طالبانو د مخالفې جبهې د مشرانو، د پارلمان پخوانیو غړو او د ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون څه باندې ۳۰ تنو پکې ګډون کړی و. تر سبا چهارشنبه دوام کوی.

فوزیه کوفی، زرقا یفتلی، شاه ګل رضایی، زهرا ازاد، عالیه یلماز، هدا خموش، شکریه بارکزۍ او انارکلی حنیار هغه میرمنې دی چې په دې غونډه کې یې برخه اخیستې وه.

د دغې غونډې د عمل پلان له مخې به ګډونوال د طالبانو د مخالفې جبهې د پیاوړتیا او یووالی، د افغانستان کړکېچ ته د سیاسی حل لارې موندلو او په هېواد کې د بشری حقونو د وضعیت په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړی.

د ښځو حقونه په افغانستان کې د اوسنی کړکېچ د یوې اساسی مسلې په توګه مطرح شول او ګډونوالو په افغانستان کې د جنسیتی برابرۍ په تامین باندې ټینګار وکړ.

د ویانا د غونډې یوې ګډونوالې هدا خموش نیمروخ ته وویل: د غونډې په لومړۍ ورځ عمل، ژمنتیا او پلان شتون درلود.

هغه زیاته کړه چې “جنسی تبعیض” یو له هغو مهمو مسلو څخه دی چې د ویانا په غونډه کې پرې بحث وشو، چې په دې کې د طالبانو لخوا “محرومیتونه، محدودیتونه او د ښځو د رد او انکار پالیسی” شامل دی.

د آغلې خموش په وینا، مطلوبې نتیجې ته د رسیدو لپاره د “مدنی مبارزې، نظامی مقاومت او د دیپلوماتیکو غونډو او خبرو اترو” له لارې د ودریدو او مقاومت کولو خبرې کیږی.

هدا خموش وویل: طالبانو د خپلې واکمنۍ په دوره کې له وحشت، جنایت او بدمرغۍ پرته بل څه نه دی ښودلی او زموږ د تمدن او کلتور د تباهۍ سبب شوی دی.

آغلې خموش د ویانا د ناستې او د دې ډول نورو غونډو ترسره کول چې د طالبانو د مخالفو جبهو د اتحاد، همغږۍ او همکارۍ په موخه جوړېږی، د روان بحران د هواری لپاره د یوې حل لارې په موندلو کې مهم وګڼل او ویې ویل: طالبان نه شی کولای په هیڅ ډول دسیسې سره مقابله وکړی او موخه یې دا ده چې د یوه پلان له مخې د افغانستان خلک او تمدن له منځه یوړل شی.

د اتریش د نړیوالو چارو د انستیتوت له خوا د تیر کال د سپټمبر له ۲۴ څخه تر ۲۶ نیټې پورې په ویانا کې لومړۍ غونډه جوړه شوه. په اتریش کې د افغانستان د سفیرې منجی بختیار، فوزیې کوفی، شکریه بارکزۍ، شاه ګل رضایی او انارکلی هنیار په ګډون شپږ ښځې؛ د افغانستان د ولسی جرګې پخوانۍ غړې او د ملی پولیسو پخوانۍ غړې زیلا ځاځی هم د دې غونډې له ګډونوالو څخه وې.

تېر کال د ویانا د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه د ښځو حقونه وه، چې د “افغان ښځو د حقونو لپاره له تاریخی مبارزې څخه د ملاتړ” په پیغام پای ته ورسېده او د غونډې په وروستۍ پرېکړه لیک کې “د سیاسی خبرو اترو له لارې د افغانستان مسایل حل کول” وبلل شول. او د “نړیوالې ټولنې” لخوا د طالبانو د نه پیژندلو لړۍ پای ته ورسیده.

خبرگزاری زنان افغان