خبرگزاری زنان افغان: په پکتیکا کې سیمه ییزې سرچینې وایی، چې په دغه ولایت کې له یوې مېرمنې د خپل خاوند له خوا سر پرې شوى دى دسرچینو له مخې دغه میرمن د سه شنبې په ورځ د “ثور په ١٢مه” دپکتیکا ولایت دزیړوک ولسوالۍ په ورجانه کلی کې په بې رحمانه ډول وژل شوې […]
خبرگزاری زنان افغان: په پکتیکا کې سیمه ییزې سرچینې وایی، چې په دغه ولایت کې له یوې مېرمنې د خپل خاوند له خوا سر پرې شوى دى
دسرچینو له مخې دغه میرمن د سه شنبې په ورځ د “ثور په ١٢مه” دپکتیکا ولایت دزیړوک ولسوالۍ په ورجانه کلی کې په بې رحمانه ډول وژل شوې ده .
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه ښځه لومړى د خپل خاوند له خوا په چاقو وژل شوې او بیا یې د سر په ګډون د بدن ځینې برخې پرې شوې دی.
د دې پېښې لامل تر اوسه معلوم نه دی.
د پکتیکا ولایت طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.
بلخوا د اروزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې یوه ښځه د خپل وراره له خوا وژل شوې ده.
خبرگزاری زنان افغان