په کندهار او زابل کې د ترافیکی پیښو تلفات د اختر ورځو کې؛ درې تنه مړه او ۲۷۷ زخمی شوی دی
په کندهار او زابل کې د ترافیکی پیښو تلفات د اختر ورځو کې؛ درې تنه مړه او ۲۷۷ زخمی شوی دی

خبرگزاری زنان افغان: په کندهار او زابل ولایتونو کې د کوچنی اختر په شپو او ورځو کې د ترافیکی پېښو له امله درې تنه مړه او ۲۷۷ تنه ژوبل شوی دی. د کندهار میرویس حوزوی روغتون کې د طالبانو مسوولین وایی، چې دوی ته د اختر په شپو او ورځو کې ۲۲۶ تنه ور وړل […]

خبرگزاری زنان افغان: په کندهار او زابل ولایتونو کې د کوچنی اختر په شپو او ورځو کې د ترافیکی پېښو له امله درې تنه مړه او ۲۷۷ تنه ژوبل شوی دی.

د کندهار میرویس حوزوی روغتون کې د طالبانو مسوولین وایی، چې دوی ته د اختر په شپو او ورځو کې ۲۲۶ تنه ور وړل شوی چې له ډلې یې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دوی زیاتوی چې یادو کسانو کې ۱۴۷ تنه نارینه، ۵۳ ماشومان او ۲۴ میرمنې شاملې دی چې ټول میرویس حوزوی روغتون ته د درملنې په موخه انتقال شوی دی.

ورته مهال زابل ولایت کې بیا د طالبانو د عامې روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان وایی، چې د کوچنی اختر په درېو ورځو کې ورته له ترافیکی پېښو ۵۳ تنه ټپیان او یو مړی وروړل شوی دی.

افغان زیاتوی، دغه ترافیکی پېښې د خلکو د بې احتیاطۍ له امله په ښار او بېلابېلو ولسوالیو کې رامنځته شوې دی.

د کندهار او زابل اوسېدونکی له موټر چلوونکو غوښتنه کوی ترڅو له خپلو نقلیه وسایطو سره احتیاط وکړی او د خپل ژوند ترڅنګ د نورو ژوند هم وژغوری.

په داغه ولایتونو کې د ترافیکی قوانینو نه مراعات، د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطی د ترافیکی پیښو د رامنځته کیدو لوی لاملونه بلل کېږی.

خبرگزاری زنان افغان