په کندهار ولایت کې ناپیژنده وسله والو یو سړى په ډزو وژلی دی
په کندهار ولایت کې ناپیژنده وسله والو یو سړى په ډزو وژلی دی

خبرگزاری زنان افغان: په کندهار ولایت کې د طالبانو ځایی مسوولین خبر ورکوی، چې ناپیژنده وسله والو د دې ښار د نهمې حوزې اړوند سیمه کې یو کس په ډزو وژلی دی. کندهار ښار کې د طالبانو امنیتی مسوولین وایی، دغه پیښه تېره شپه “چهارشنبه، د حمل په ۲۳ مه” د دې ښار د نهمې […]

خبرگزاری زنان افغان: په کندهار ولایت کې د طالبانو ځایی مسوولین خبر ورکوی، چې ناپیژنده وسله والو د دې ښار د نهمې حوزې اړوند سیمه کې یو کس په ډزو وژلی دی.

کندهار ښار کې د طالبانو امنیتی مسوولین وایی، دغه پیښه تېره شپه “چهارشنبه، د حمل په ۲۳ مه” د دې ښار د نهمې حوزې اړوند سیمې “شاولیکوټ پمپ” ته څیرمه رامنځته شوې ده.

د دوی په وینا، وژل شوی ځوان نور احمد نومېږی او د کندهار ښار د دوهمې حوزې اصلی اوسیدونکی و.

مسوولین زیاتوی، وسله وال د نور احمد د وژلو وروسته له سیمې تښتیدلی او دوی یې په اړه پلټنې پېل کړې دی.

د یادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم د کندهار ښار په مختلفو سیمو کې د جنایی پېښو پرمهال یو شمېر خلک هدف ګرځېدلی او وژل شوی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#