په کندهار ولایت کې یوه ٢٢ کلن ځوان د خپلې خوښې نجلۍ له بل سړی سره د واده له امله ځان په دار ځړولى او خپل ژوند یې پاى ته ورساوه. په کندهار کې د طالبانو امنیتی سرچینې وایی، چې دا پېښه نن “جمعه د حوت ٢۶مه”د کندهار ښار د دویمې حوزې اړوند د “رنګریزان” […]
په کندهار ولایت کې یوه ٢٢ کلن ځوان د خپلې خوښې نجلۍ له بل سړی سره د واده له امله ځان په دار ځړولى او خپل ژوند یې پاى ته ورساوه.
په کندهار کې د طالبانو امنیتی سرچینې وایی، چې دا پېښه نن “جمعه د حوت ٢۶مه”د کندهار ښار د دویمې حوزې اړوند د “رنګریزان” په سیمه کې شوې ده.
د طالبانو د امنیتی چارواکو په وینا، دغه ځوان عصمت الله نومېږی او له پنځو کلونو راهیسې یې د خپلې خوښې له نجلۍ سره مینه درلوده، خو د نجلۍ کورنۍ له بل کس سره واده وکړ.
خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#