په کندهار ښار کې یو ځوان د “ناپیژاندو وسله والو” له خوا وژل شوى دى
په کندهار ښار کې یو ځوان د “ناپیژاندو وسله والو” له خوا وژل شوى دى

په کندهار ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایی، د کندهار ښار د شپږمې امنیتی حوزې اړوند سیمه کې نامعلومو وسله والو یو ۳۰ کلن سړی په ډزو وژلی دی.   سرچینې خبرگزای زنان افغان ته وویل، چې دغه پېښه نن سهار (د حوت ٢٠مه) د شپږمې ناحیې اړوند د “دیماسوس” په سیمه کې رامنځته شوې […]

په کندهار ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایی، د کندهار ښار د شپږمې امنیتی حوزې اړوند سیمه کې نامعلومو وسله والو یو ۳۰ کلن سړی په ډزو وژلی دی.

 

سرچینې خبرگزای زنان افغان ته وویل، چې دغه پېښه نن سهار (د حوت ٢٠مه) د شپږمې ناحیې اړوند د “دیماسوس” په سیمه کې رامنځته شوې ده.

 

په دې پېښه کې وژل شوی کس هدایت الله نومېږی. سرچینه زیاتوی، چې نوموړی له کور څخه د کار په لور روان و، چې پرې ډزې وشوې.

 

هدایت الله د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اصلی اوسېدونکی و او له څه مودې راهیسې په کندهار ښار کې اوسېده. هغه کومه ثابته دنده نه درلوده او د ورځی مزدورکار و.

 

په همدې حال کې په کندهار کې د طالبانو امنیتی سرچینې د دې پېښې پخلى کوی او وایی چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دی.

 

په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې مرموزې او هدفی وژنې زیاتې شوی دی. په تېرو ورځو کې په کندهار ښار کې یو سوداګر او د دغه ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې یو لس کلن ماشوم په مرموز ډول وژل شوی وو.

 

خبرگزاری زنان افغان

Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#