د شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون او ملالۍ د لوړو زده کړو موسسې فارغ سوو محصلينو ګډه غونډه جوړه کړې وه، چي پر مهال ئې د ولایت په کچه د ا.ا استازو، د محصلینو د کورنيو غړو، استادانو او لسګونو نورو کسانو ګډون کړی وو. یاده فراغت غونډه د ملالۍ لوړو زده کړو موسیسې […]
د شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون او ملالۍ د لوړو زده کړو موسسې فارغ سوو محصلينو ګډه غونډه جوړه کړې وه، چي پر مهال ئې د ولایت په کچه د ا.ا استازو، د محصلینو د کورنيو غړو، استادانو او لسګونو نورو کسانو ګډون کړی وو.
یاده فراغت غونډه د ملالۍ لوړو زده کړو موسیسې او کندهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي څخه فارغ سوو محصلينو په ګډه جوړه کړې وه، چي له جملې څخه ئې 458 محصلین د ملالۍ لوړو زده کړو موسیسې او 87 تنه د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړیکو د پوهنځي څخه فارغ سوي وه.
فارغ سوو محصلینو ډاډ وړاندي کړ، چي په بشپړ صداقت او ايماندارۍ سره وطن ته خدمت کوي او د خپلو وطنوالو د ارام او ښه ژوند له پاره به کار کوي.
د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو د پوهنځي څخه یوه تن فارغ سوي محصل روح الله د باختر خبري اژانس سره په خبرو کي پر ټولو فارغ سویو ژورنالیستانو باندي ږغ وکړ، چي باید خپل کړیدلي ولس ته په پوره صداقت کار وکړي او ولس ته واقیعتونه بیان کړي.