په کندهار کې دوه ماشوم نجونې په یوه کوچنی واله کې د ډوبېدو له امله مړه شوې دی
په کندهار کې دوه ماشوم نجونې په یوه کوچنی واله کې د ډوبېدو له امله مړه شوې دی

د کندهار ولایت یوې ځایی سرچینې ویلی، چې دوه کوچنی نجونې چې هر یو یې ۵ او ۶ کاله عمرونه لری او دواړه خویندې په یوه کوچنی واله کې له ډوبېدو وروسته مړه شوی دی. د دغې نجونې کاکا احمد وکیل له رسنیو سره په خبرو کې تایید کړه، چې دا پېښه تېره ورځ چهارشنبه، […]

د کندهار ولایت یوې ځایی سرچینې ویلی، چې دوه کوچنی نجونې چې هر یو یې ۵ او ۶ کاله عمرونه لری او دواړه خویندې په یوه کوچنی واله کې له ډوبېدو وروسته مړه شوی دی.

د دغې نجونې کاکا احمد وکیل له رسنیو سره په خبرو کې تایید کړه، چې دا پېښه تېره ورځ چهارشنبه، د سهار په شاوخوا ۱۱ بجو رامنځته شوې ده.

دغه پېښه د کندهار ولایت د ژری ولسوالۍ په نکوخېلو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د احمد د وکیل په وینا، د هغه وراره عادل او نبیه شاوخوا یو نیم متر ژور کوچنی ته ولوېدل.

هغه په ​​دې اړه څه ونه ویل چې ماشومان ولې هلته تللی دی.

په جنوبی ولایتونو کې د ماشومانو د بې احتیاطۍ له امله په مختلفو پېښو کې د ماشومانو مړینه مخ په زیاتېدو ده.