خبرگزاری زنان افغان: په کندهار ولایت کې د طالبانو محکمې په دغه ولایت کې شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور په شلاق وهلی دی. دغه کسان نن “چهارشنبه د جوزا په ۳مه” د کندهار ښار د «احمدشاهی» د فوټبال په میدان کې د خلکو په منځ کې دوی ته په عام محضر کې سزا […]
خبرگزاری زنان افغان: په کندهار ولایت کې د طالبانو محکمې په دغه ولایت کې شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور په شلاق وهلی دی.
دغه کسان نن “چهارشنبه د جوزا په ۳مه” د کندهار ښار د «احمدشاهی» د فوټبال په میدان کې د خلکو په منځ کې دوی ته په عام محضر کې سزا ورکړل شوې ده.
له دغو کسانو څخه پنځه یې د “لواط” او یو بل کس د یوې ښځې د تښتولو په تور محاکمه شوی دی.
د دغو کسانو د محاکمې په ځای کې عینی شاهدانو خبرگزاری زنان افغان ته ویلی، کله چې دوی د محاکمې ځای ته ننوتل، طالبانو د دوی موبایلونه راټول کړل.
طالبانو د خبریالانو په ګډون هیچا ته اجازه نه ورکوله چې د تورنو د سزا فلم جوړ کړی.
طالبان معمولاً د ۳۰ او ۴۰ تر منځ په تاوتریخوالی تورن کسان وهی.
طالب ډلې هغو کسانو ته هم خبرداری ورکړی چې په ټولنیزو شبکو کې د دغې ډلې له خوا د تورنو کسانو د سزا ورکولو د بهیر ویډیوګانې او عکسونه خپروی.
دا کسان په داسې حال کې محاکمه کېږی چې طالبانو په دې وروستیو کې د دې ډلې یو قوماندان چې له ښځو سره د نامشروع اړیکو په تور نیولی و.
خبرگزاری زنان افغان