په کندهار کې له یوې نجلۍ سره د طالبانو له خوا په زور واده شوې
په کندهار کې له یوې نجلۍ سره د طالبانو له خوا په زور واده شوې

په داسې حال کې چې طالبان په ښوونځو کې د نجونو د زده کړو او د ښځو کار د دوام مخه نیسی، بلکی د هغو سره په زوره نکاح کوى٠ د مور او پلار په ځانګړې توګه د پلرونو د مجبوریت یا اصرار له مخې له هغو نارینه وو سره نکاح کوی چې کله کله […]

په داسې حال کې چې طالبان په ښوونځو کې د نجونو د زده کړو او د ښځو کار د دوام مخه نیسی، بلکی د هغو سره په زوره نکاح کوى٠

د مور او پلار په ځانګړې توګه د پلرونو د مجبوریت یا اصرار له مخې له هغو نارینه وو سره نکاح کوی چې کله کله له دوی سره هیڅ اړیکه نه لری او د دوی د مزاج نه خبر وی. په دې ودونو کې د عمر واټن کله کله دومره لوی وی چې د هر لیدونکی انعکاس هڅوی. لکه څنګه چې دوی د خپلو پلرونو سره واده کوی.

د نازنین په نوم یوى انجلی چی یوازې ١٧ کلنه ده، څو اونې مخکى د نظامی طالبانو لخوا په زوره نکاح شوى دی، نومورى وایې هغه مجبوره شوې وه چې د ځان لپاره د واده جامې غوره کړی.

په ثانوی کچه د نجونو د زده کړو پر دوام بندیز د دې لامل شوی چې په افغانستان کې د کم عمره ودونو لړۍ، چې دودیزې ریښې لری، واک ته د طالبانو له راتګ سره لا پیاوړې شوی دی.

دغه انجلۍ وایی چې له خپل پلار څخه یې څو څو ځله غوښتنه کړې چې انتظار وباسی ځکه چې طالبان به د نجونو لېسې پرانیزی. خو پلار یې وویل، فکر نه کوی چې دا ډول پېښه به رامنځته شی او د ده لپاره دا غوره ده چې په کور کې د “بېکاره او بې کاره” ناست پر ځای واده وکړی.

د واده او کوژدې مراسم د مشرانو تر منځ له خبرو څو ساعته وروسته پای ته ورسېدل او د ناوې کورنۍ د کندهار کلیوالو له لرغونی دود سره سم د ناوې کورنۍ ته څو پسونه او وزې او څلور کڅوړې وریجې ورکړې. همداسې، ١٧ کلنه نازنین د خپل میړه له کورنۍ سره چې له هغې څخه دیر مشر دی، د خپل نوی ژوند د پیلولو لپاره لاړه. هغه وایی چې د دې واده لپاره چا د هغه شخصی نظر نه دی غوښتی.

نازنین خبرگزاری زنان افغان ته وویل: “چی د دا واده لپاره زه هیس نه یمه رازی، کله چې زه له خپل پلارنی سره وم، ناوخته به پاڅېدم، خو دلته هر څوک له ما تویونه کوی او ملامتوی.” دوی وایی چې دوی په ما ډیر وخت تیروی، مګر زه هیڅ نه پوهیږم ٠”

د طالبانو رژیم شاید په نړۍ کې یوازینی رژیم وی چې نجونو ته یې ښوونځیو ته د تلو حق رد کړی دی. په ورته وخت کې په افغانی ټولنه کې د پلارنی او عنعنوی ځانګړنو ترڅنګ ګڼې اقتصادی ستونزې د کورنیو لپاره د خپلو کم عمره لوڼو د ودولو لپاره دوه ګونی لامل ګرځېدلی دی. د هرې ورځې په تېرېدو سره زیات شمېر پلرونه په دې باور دی چې په دې هېواد کې د خپلو لوڼو راتلونکې نه شته او په دې باور دی چې ښایی واده به د خپلو عزیزانو په ژوند کې بله دروازی پرانیزی.

خبرگزاری زنان افغان