په کندهار کې څلورو تنو چې چادری یې اغوستی وه، له یوه کور څخه سره زر او نغدې پیسې غلا کړی دی
په کندهار کې څلورو تنو چې چادری یې اغوستی وه، له یوه کور څخه سره زر او نغدې پیسې غلا کړی دی

د‌ کندهار د کاریزبازار په سیمه کې د حاجی باقی د کلونی سره څلور نارینه د ښځو په چادریو کې یو کور ته ورغلی او د کور د دروازې د خلاصیدو سره سم یې د هغه کور ښځې په چاړې وهلی, سره زر او پیسې یې ورڅخه غلا کړی دی. په کندهار ښار کې یوې […]

د‌ کندهار د کاریزبازار په سیمه کې د حاجی باقی د کلونی سره څلور نارینه د ښځو په چادریو کې یو کور ته ورغلی او د کور د دروازې د خلاصیدو سره سم یې د هغه کور ښځې په چاړې وهلی, سره زر او پیسې یې ورڅخه غلا کړی دی.

په کندهار ښار کې یوې ځایی سرچینې رسنیو ته ویلی، دغه څلور تنه چې چادرۍ یې اغوستی وې، تېره ورځ مازدیګر شاوخوا څلور بجې د کندهار ښار د دوهمې ناحیې اړوند د حاجی باقی کلونی په سیمه کې د استوګنې یوه کور ته ننوتلی دی. د هغه کور ښځې په چاړې وهلی او بیا یې سره زر او نغدې پیسې وړی دی .

عینی شاهدان وایی، ټپی شوې مېرمنې وویل، چې د کور په دروازه کې یې په امنیتی کمرې کې هغه سړی ولیدل، چې پر سر یې حجابونه اغوستی وو، فکر یې کاوه، چې ښځې دی، نو دروازه یې ورته خلاصه کړه.

سرچینه وایی، کله چې دروازه خلاصه شوه، غلو دغه ښځه په چړو وهلې او لوټ یې کړې ده.