په کندهار کې یو ځوان د خپل ملګری له خوا وژل شوی
په کندهار کې یو ځوان د خپل ملګری له خوا وژل شوی

خبرگزاری زنان افغان: د کندهار ولایت امنیتی چارواکی وایی، چې د دغه ولایت په مرکز کې یو ځوان د خپل ملګری له خوا وژل شوی دی. دا پېښه تېره ورځ “پنجشنبه د حمل ۳۱مه” شاوخوا ۷ بجې د کندهار ښار د ۱۲مې ناحیې اړوند د “نزک کوټې” په سیمه کې رامنځته شوې ده. د طالبانو […]

خبرگزاری زنان افغان: د کندهار ولایت امنیتی چارواکی وایی، چې د دغه ولایت په مرکز کې یو ځوان د خپل ملګری له خوا وژل شوی دی.

دا پېښه تېره ورځ “پنجشنبه د حمل ۳۱مه” شاوخوا ۷ بجې د کندهار ښار د ۱۲مې ناحیې اړوند د “نزک کوټې” په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو امنیتی چارواکی وایی چې وژل شوی ځوان احمدالله نومېږی او د خپل یوه ملګری له خوا چې کور ته راغلی و، په ډزو وژل شوی دی.

د دغه ځوان د وژنې علت نه دی په ډاګه شوی.

د طالبانو امنیتی چارواکی وایی، د احمدالله د وژنې په تړاو یې درې تنه نږدې ملګری نیولی او پلټنې ترې روانې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د روژې په میاشت کې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یو ځوان د خپلو ملګرو له خوا وژل شوى و.

خبرگزاری زنان افغان