ښځېنه نانوایی په کندهار کې
ښځېنه نانوایی په کندهار کې

کندهار ښار یوې نانوایی کې ۵۰ بې سرپرسته میرمنې د کور سرپرستۍ تر څنک هره ورځ ښاریانو ته څه باندې ۵۰۰۰ ډوډۍ پخوی. د عزیزی ګروپ په نوم دغه نانوایی چې د کندهار ښار په مرکزی برخه کې فعالیت کوی اوس مهال د نارینه کارکوونکو تر څنګ پنځوس ښځېنه کارکوونکې هم پکې د ډوډۍ پخولو […]

کندهار ښار یوې نانوایی کې ۵۰ بې سرپرسته میرمنې د کور سرپرستۍ تر څنک هره ورځ ښاریانو ته څه باندې ۵۰۰۰ ډوډۍ پخوی.

د عزیزی ګروپ په نوم دغه نانوایی چې د کندهار ښار په مرکزی برخه کې فعالیت کوی اوس مهال د نارینه کارکوونکو تر څنګ پنځوس ښځېنه کارکوونکې هم پکې د ډوډۍ پخولو دنده پر مخ وړی.

هغه ښځېنه کارکوونکې چې په دې کارځای کې کار کوی وایی، اقتصادی ستونزې یې دومره ډېرې دی چې په ویلو یې ستړې کېږی.

د نانوایی دغه ښځینه کارکوونکې د سهار له اذانو سره یو وخت خپلو دنده ته ستنېږی او بیا د مازدیګر تر څلورو بجو هلته کار کوی تر څو د خپل کورنۍ له پاره نفقه برابره کړی.

ددغه نانوایی ښځینه کارکوونکې وایی د اقتصادی ستونزو له امله دلته کار کوی
۵۰ کلنه صابره چې اوس وخت په همدې نانوایی کې کار کوی خبر گزاری زنان ته وویل، د ورځې له څلور څخه بیا تر پنځه غالبه ( قالب) ډوډۍ پخوی او د هر غالب پر سر تقریباً دې ته پنځه دېرش افغانۍ ورکول کېږی.

د صابرې په وینا، اوس مھال د کورنۍ سرپرستی د هغې په غاړه ده او کله چې له کوره څخه راوځی بیا کور ته تر ستنېدو پورې ټول ماشومان او خاوند یې د‌ هغې د لاس ګټې ته په تمه وی.

دې وویل، خاوند یې یو نیم کال وړاندې د امریکایی ځواکونو له خوا په چپه پښه وېشتل‌ شوی او اوس د کار کولو نه دی.

صابره وایې، زړه یې دېر درد کوی خو چاته یې نه شی بیان کولای ځکه له ژوند څخه ډېرې بې خونده خاطرې لری.

هغې وویل، کله چې خپل کور ته ستنېږی ډېره خفه وی ځکه سرپرست نه لری او د کور ستونزې باید په یوازې سر حل کړی.

د‌‌ دې په وینا، هغه وخت چې له کور څخه تر خپل کار ځایه ځی د طالبانو امنیتی کسان یې راګرځوی او پوښتنې ترې کوې چې چېری ځې او څه کوې.

دغه میرمن وایی، د کور سرپرستی په غاړه لری او خاوند یې معیوب دی

د هغې په خبره، کورنۍ مې سپین ږیری سړی ته واده کړې یم او اوس هغه ټپی حالت کې پر کور ناست دی.

دا وایې، یو زوی یې معلم دی خو په وینا یې د هغه معاش لا تر اوسه ندی حواله شوی ځکه تمه نه ورته لری.

دا وایی، کار ډېر کوی ستونزې یې ډېرې دې خو پیسې لږ تر لاسه کوی.

زلیخا چې تر اوسه یې د ۱۵ کلنۍ عمر لا ندی پوره کړی خبر گزاری زنان ته وویل، دلته خپل د مور سره په چارو کې مرسته کوی.

دې وویل، پلار یې موټروان دی، خو دوی ته یې کومه ګټه نه رسېږی، نو ځکه دلته هره ورځ راځی او له خپلې مور سره مرسته کوی.

کم عمره زلیخا د خپلې مور سره د ډوډۍ پخولو کې مرسته کوی
پنځلس کلنه زلیخا وایې، غواړی چې ډېر تعلیم وکړی او په راتلونکی کې ډاکټر ترې جوړه شی.

د هغې په وینا، « زه غواړم چې طالبان د تعلیم اجازه را کړی ځکه زه غواړم چی ډاکټره راڅخه جوړه شی او ډېر پرمختګ وکړم.»

د عزیزی ګروپ مرستال هدایت الله عزیزی خبر گزاری زنان ته وویل، په دغه کارخونه کې څه کم ۱۰۰ تنه نارینه او ښځینه په دنده ورسره بخت دې.

عزیزی وویل، « اوس وخت زموږ له پاره پنځوس ښځې ډوډۍ پخوی، پنځلس تنه نارینه دغه دوډۍ تر مشتریانو رسوی، لس کسه خمیر جوړوی، پنځه کسان دغه ډوډۍ بیرته پاکټونو ته اچوی څو تر مشتریانو پوری په پاک ډول ورسېږی، اوس وخت خو په دغه شمیر کسان راسره بوخت دی کېدای شی چې په راتلونکی کې دغه شمېر دوه چنده کړو ځکه په بازار کې تقاضا ډېره ده او خلک زموږ تولید خوښوی.»

د عزیزی په وینا، دوی د ښځېنو د نانوایی په برخه کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې ده او هیله یې وښودله چې په دې برخه کې به نوره پانګونه هم وکړی.

د نانوایی مسول وایی، ۵۰ ښځې او ۵۰ نارینه ورسره کار کوی
دی زیاتوی، د اوس له پاره دوی د ښځېنه نانوایی، خیاطی سنټر، سوپر مارکیت، او کالا شویی په برخه کې پانګونه کړې.

دی وایې، هر څومره چې یې اقتصادی ستونزې ژر حل شی هغومره به نوره سرمایه ګذاری وکړی تر څو بېکاره کسان پر کار شی.

عزیزی غوښتنه کوی، چې نړیوال موسېسات دې د دوی ملاتړ وکړی ترڅو نورو ښځېنه و ته هم د کار زمینه برابره شی او د خلکو د اقتصادی ستونزو ګراف را ټیټ شی.

په‌ ورته وخت کې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم د دې اقدام ستاینه کوی او وایې چې دوی به یې تر خپل وس او توان ملاتړ وکړی او د ستونزو د حل لپاره به یې کار وکړی.

د طالبانو راتګ سره افغانستان کې بې کاری زیاته شوې او په دولتی ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګیدلی دوی مجبوره دی چې د کورنۍ ستونزو حل کولو لپاره سخت کارونو ته لاس واچوی.