کندهار : د مارچ اتمه لمانځل؛ ښځینه اوس هم د طالبانو له محدودیتونو او سخت چلند سره لاس او ګریوان دی
کندهار : د مارچ اتمه لمانځل؛ ښځینه اوس هم د طالبانو له محدودیتونو او سخت چلند سره لاس او ګریوان دی

د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ د نړۍ په ډېرو برخو کې په خوښۍ سره لمانځل کېږی، خو د افغان نجونو او ښځو لپاره په افغانستان کې وضعیت بدل شوی دی. راضیه احمدی چې د یو محلی رسنې کارکونکی وى اوس د طالبانو په راتک بیکاره دی د خپل ژوند له ناوړه وضعیت څخه […]

د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ د نړۍ په ډېرو برخو کې په خوښۍ سره لمانځل کېږی، خو د افغان نجونو او ښځو لپاره په افغانستان کې وضعیت بدل شوی دی.

راضیه احمدی چې د یو محلی رسنې کارکونکی وى اوس د طالبانو په راتک بیکاره دی د خپل ژوند له ناوړه وضعیت څخه شکایت کوی او وایی، چې نه یوازې هغه، بلکې نارینه هم ورته کاری چاپېریال نه لری او فکر کوی، چې دا حالت به کوم لوری ته ولاړ شی.

نوموړې وایی: “د ښځو د کار له بندېدو سره زموږ په ژوند کې ډېرې ستونزې رامنځته شوې، خویندې مو د کورنی مصرف می پر غاړه دی. زموږ ژوند په ادارو کې د کار کولو برابر و، زموږ ډېرې ستونزې به هوارې شوې وې، خو اوس د ښځو پر فعالیتونو بندیز لګول شوى دى. “ډېرې کورنۍ له اقتصادی ستونزو سره مخ دی. موږ غواړو ښځو ته اجازه ورکړل شی، ځکه چې سالمه مور یوه سالمه ټولنه او سالم هېواد جوړوی.”

د طالبانو حکومت په داسې حال کې په نادولتی موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، چې تر دې وړاندې بېلابېلو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د خراب اقتصادی وضعیت او د بې وزلۍ د زیاتوالی په اړه اندېښنه ښودلې ده.

رحمانیه رحمانی یوه بله مېرمن وایی چې په ادارو کې د ښځو د کار د بندېدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوې ده.

هغه وایی: “د ښځو پر کار بندیز درې میاشتې تېرې شوې، زه یو ماشوم لرم، مېړه نه لرم، په کرایی کور کې اوسېږم او ټول سپما مې د خپلو ماشومانو په زده کړو، کرایه او معاش کې تېر کړی دی. ورځنی مصارف، اوس د افغانستان په ولایتونو کې په سلهاو زره ښځې ژوند کوی، دوی یې کوی او له همدې ستونزې سره مخ دی، که وضعیت بل کال هم همداسې دوام وکړی، په افغانستان کې به یوه هم سالمه ښځه نه وی.»

دا په داسې حال کې ده، چې ډېری افغانان له دغه ډول وضعیت سره د هېواد پرېښودو ته اړ کېږی او په نورو هېوادونو کې له سختیو سره ژوند کوی.

دوی وایی چې سوله به راشی، ژوند به ښه شی، خو دا بیا هم د دوی لپاره یوه هیله ده.

طالبانو تر اوسه نجونو ته له شپږم ټولګی څخه د زده کړې اجازه نه ده ورکړې او په تېر ډسمبر میاشت کې یې هم افغان نجونې پوهنتونونو ته له تلو منع کړې وې.

طالبان چې د شرعی قوانینو په چوکاټ کې د ښځو د حقونو په خوندی کولو ټینګار کوی، په غیر دولتی ادارو او دفترونو کې د ښځو او نجونو پر کار هم بندیز لګولی او په نړیواله کچه هم پر دغو بندیزونو نیوکې شوې دی، خو دغه نیوکې لا نه دی شوی. د افغان نجونو او ښځو په وړاندې د طالبانو په سخت چلند کې بدلون نه دی راغلی.

خبرگزاری زنان افغان
#Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan