کندهار: هغه زده کوونکی چی خولۍ نه لری په ازموینو کی د ګډون اجازه نه لری
کندهار: هغه زده کوونکی چی خولۍ نه لری په ازموینو کی د ګډون اجازه نه لری

خبرگزاری زنان افغان: په داسی حال کی چی د ګرمسیر په سیمو کی د هلکانو د ښوونځیو کلنۍ ازموینی پیلیږی، د کندهار ځایی سرچینو خبرگزاری زنان افغان ته وویل، هغه زده کوونکی چی خولۍ نه لری په ازموینو کی د ګډون اجازه نه لری. ځایی سرچینې وایی، د کندهار ښار د درېیمې ناحیې اړوند د […]

خبرگزاری زنان افغان: په داسی حال کی چی د ګرمسیر په سیمو کی د هلکانو د ښوونځیو کلنۍ ازموینی پیلیږی، د کندهار ځایی سرچینو خبرگزاری زنان افغان ته وویل، هغه زده کوونکی چی خولۍ نه لری په ازموینو کی د ګډون اجازه نه لری.

ځایی سرچینې وایی، د کندهار ښار د درېیمې ناحیې اړوند د “میرویس نیکه” لېسې مسوولینو نارینه زده کوونکو ته ځکه ښوونځی ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړې، چې خولۍ یې نه درلوده.

د سرچینې په وینا، پرون او نن په ښوونځیو کې د کلنی ازموینې په لومړۍ او دوهم ورځ د میرویس نیکه لېسې زده کوونکو ته له دې امله د ننوتو اجازه ورنه کړه، چې خولۍ یې نه درلوده.

سرچینه وایی، ټول زده کوونکی شاوخوا یو ساعت د دغه ښوونځی د ودانۍ مخې ته په انتظار ناست وو او بیا یې په دې شرط چې سبا به له خولۍ پرته ښوونځی ته نه راځی، د ننوتو اجازه ورکړل شوه او ازموینه واخیستل شوه.

سرچینه زیاتوی، چې دغه ښوونځی زده کوونکو ته خبرداری ورکړی، چې له سبا ورځې دې له خولۍ پرته ښوونځی ته نه راځی.

سرچینه وایی، ښوونځی خپلو ټولو نارینه زده کوونکو ته امر کړی، چې د طالبانو د خوښې وړ خولۍ واغوندی، چې د جهادی ښوونځیو زده کوونکی یې اغوندی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته د خپل فکر له مخې تعلیمی نصاب بدل کړی او د جهادی او دیوبندی مکتبونو پر جوړولو یې ټینګار کړی دی.

دې ډلې د هېواد په هر ولایت کې جهادی ښوونځی جوړ کړی او د ښوونځیو زده کوونکی او ماشومان هڅوی چې دغو ښوونځیو ته ولاړ شی.

خبرگزاری زنان افغان