کندهار: په میانشین ولسوالۍ کې دوو ماشومانو ته دماین چاودنې مرګ ژوبله اړولې دى
کندهار: په میانشین ولسوالۍ کې دوو ماشومانو ته دماین چاودنې مرګ ژوبله اړولې دى

خبرگزاری زنان افغان: کندهار کې د طالبانو ځایی مسوولین وایی، د دغه ولایت په میانشین ولسوالۍ کې د یوه پخوانی ماین چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او بل ټپی دی. په دې ولایت کې د طالبانو امنیتی چارواکی وایی، دغه ماین چاودنه تېره ورځ “جمعه، د حمل په ٢۵مه” د میانشین ولسوالۍ اړوند […]

خبرگزاری زنان افغان: کندهار کې د طالبانو ځایی مسوولین وایی، د دغه ولایت په میانشین ولسوالۍ کې د یوه پخوانی ماین چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او بل ټپی دی.

په دې ولایت کې د طالبانو امنیتی چارواکی وایی، دغه ماین چاودنه تېره ورځ “جمعه، د حمل په ٢۵مه” د میانشین ولسوالۍ اړوند «خاشکشی کلی» رامنځته شوې ده.

دوی د ماین د څرنګوالی په اړه څه نه دی ویلی خو زیاتوی چې د تېرو جګړو څخه د دغه پاتې ماین په چاودنه کې د ثناوالله په نوم یو ماشوم وژل شوی او د سمیع الله په نوم بل ماشوم سخت ټپی دی.

مسوولین وایی، ټپی ماشوم یې میرویس حوزوی روغتون ته انتقال کړی، خو د روغتیایی وضعیت په اړه یې ډاډ نه دی ورکړی.

یاده دې وی چې د همدې اونۍ په وروستیو کې د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې هم ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او یو بل یې ټپی کړی و.

ورته مهال بیا د کندهار اوسیدونکی د طالبانو له سرپرست حکومت او ماین پاکۍ موسېساتو غوښتنه کوی ترڅو د دې ولایت په لېرو پرتو سیمو کې د پخوانیو وختونو څخه پاتې ناچاودې ماینونه ټول کړی.

خبرگزاری زنان افغان