کندهار: ښځینه کارکوونکې وایی، د طالبانو داخلی ستونزې خلک بېوزلی کړی دی
کندهار: ښځینه کارکوونکې وایی، د طالبانو داخلی ستونزې خلک بېوزلی کړی دی

خبرگزاری زنان افغان: په کندهار ولایت کې ښځینه کارکوونکې وایی، چې د طالبانو داخلی مسایل خلک بې وزله او غریب کړی دی. دوی وایی چې طالبانو یوازې د خپلو مسایلو له امله موږ له دې ستونزو سره مخ کړی دی٠ چې دوی ویلی وو د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو له کار کولو […]

خبرگزاری زنان افغان: په کندهار ولایت کې ښځینه کارکوونکې وایی، چې د طالبانو داخلی مسایل خلک بې وزله او غریب کړی دی. دوی وایی چې طالبانو یوازې د خپلو مسایلو له امله موږ له دې ستونزو سره مخ کړی دی٠

چې دوی ویلی وو د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو له کار کولو منع کول یوه داخلی مسئله ده٠

د طالبانو رژیم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو د کار ممانعت د افغانستان یوه ارزښتناکه، داخلی او کلتوری مسئله بللې او ویلی یې دی چې دوی د ملګرو ملتونو پر وړاندې د خنډونو د رامنځته کولو په لټه کې نه دی.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد نن “چهارشنبه د حمل ۲۳مه” په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر د فعالیتونو د ځنډولو په غبرګون کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، چې ټولې خواوې باید د ښځو پر کار د بندیز د پرېکړې درناوی وکړی.

په خبرپاڼه کې راغلی: «په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلی چې د اسلامی امارت “طالبانو رژیم” پر ښځینه کارکوونکو ځینې محدودیتونه لګولی دی او په پایله کې یې د ملګرو ملتونو دفتر خپل فعالیتونه ځنډولی او د هغوی دندې یې ځنډولی دی. اسلامی امارت د انسانی حالت د ټولو عواقبو مسؤل دی.

مجاهد ویلی، چې د دې ډلې حکومت نه غواړی، چې د ملګرو ملتونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړی. بلکې هغه غواړی دا روښانه کړی چې دا مسله د افغانستان داخلی ارزښت دی او باید ټول لوری ورته درناوی وکړی.

که څه هم ملګری ملتونه او د بشری حقونو سازمانونه د ښځو د حقونو پر وړاندې د طالبانو کړنې د ښځو پر وړاندې د دې ډلې ښکاره تبعیض بولی. خو ذبیح الله مجاهد وایی، چې دا پرېکړه د ټولو دینی او فرهنګی ارزښتونو په پام کې نیول شوې او کوم تبعیض نه دى.

هغه دا هم وویل چې د ښځو پر کار بندیز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو پر وړاندې کوم خنډ نه جوړوی.

د طالبانو ویاند په دې خبرپاڼه کې ویلی، چې د ملګرو ملتونو غړی هېوادونه باید ژر تر ژره د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدو او د دغې ډلې پر چارواکو د بندیزونو د لګولو مسئله حل کړی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره اوونۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه چې له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو.

یوناما د طالبانو د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلی چې د ښځو د کار د بندولو د دغې ډلې پرېکړې ملګرو ملتونو ته په دوو انتخابونو کې ځای ورکړی دی: پاتې کېدل او خدمات وړاندې کول یا د اصولو او قوانینو مراعات کول.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#