د ا،ا،امارت د مشرتابه د هدایت سره سم نن د دوشنبې په ورځ د کندهار استیناف څارنوالي په خپلو کارونو پيل کوي، چي په همدې موخه د کندهار د استیناف څارنوالۍ رئیس مولوي غوث‌الدین ثاقب او ددې څارنوالۍ اړوند علماوو او مفتیانو د یکشنبې په ورځ ماپښین ولایت مقام کي د مرستیال والي مولوي حیات‌الله […]

د ا،ا،امارت د مشرتابه د هدایت سره سم نن د دوشنبې په ورځ د کندهار استیناف څارنوالي په خپلو کارونو پيل کوي، چي په همدې موخه د کندهار د استیناف څارنوالۍ رئیس مولوي غوث‌الدین ثاقب او ددې څارنوالۍ اړوند علماوو او مفتیانو د یکشنبې په ورځ ماپښین ولایت مقام کي د مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک سره وکتل، چي پرمهال یې مرستیال والي د استیناف څارنوالۍ رئیس او د استیناف څارنوالۍ اړوند راغلیو علماوو او مفتیانو ته په بېلابیلو برخو کي اړیني لارښووني وکړې.

د لیدني په پيل کښي لومړی د کندهار د استیناف څارنوالۍ رئیس مولوي غوث‌الدین ثاقب د استیناف څارنوالۍ اړوند راغلي ټول علماء او مفتیان لومړی مرستیال والي ته وروپېژندل او وروسته یې وویل، د مشرتابه د هدایت سره سم نن د دوشنبې په ورځ د خپل کاري ټیم په مټ په کارونو دوام کوي او په خپلو خبرو کي یې ټولو هیوادوالو ته ډاډ وړاندي کړ، چي دوی پوري اړوند ټولو قضیو څېړلو کي به شپه او ورځ د ولس خدمت وکړي.

همدا راز د استیناف څارنوالۍ اړوند راغلیو علماوو او مفتیانو لومړی له مشرتابه څخه ځانګړې مننه وکړه، چي ورباندي باور یې وکړ او په دې مهمه اداره کي یې ورته مسئولیت وسپاره او د خپلو خبرو په دوام یې ډاډ وړاندي کړ، چي د الله ج په مرسته، د قران کریم او حدیث په رڼا او د مذهب په چوکاټ کي به ټولي چاري مخته یوسي او شپه او ورځ به د ولس په خدمت کي تېره کړي.

د دوی ټولو تر خبرو اورېدو وروسته د کندهار مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک لومړی د کندهار د استیناف څارنوالۍ رئیس او د استیناف څارنوالۍ اړوند علماوو او مفتیانو ته ښه راغلاست ووایه او خپلو خبرو کي یې خوښي وښودله، چي د ا،ا،امارت تر سیوري لاندي له علماوو او مفتیانو سره ناسته کوي او د استیناف څارنوالۍ راغلي مشرتابه او ټولو علماوو او مفتیانو ته یې د خدای ج له دربار څخه د ښه خدمت کولو غوښتنه وکړه.

همدا راز مرستیال والي د استیناف څارنوالۍ راغلیو ټولو علماوو او مفتیانو ته په لاندنیو برخو کي سپارښتني وکړې:

۱ـ د استیناف څارنوالۍ اړوند، چي په هره برخه کي مسئولیت درسپارل سوی، په هر حالت کي یې په سم ډول ترسره کړئ.

۲ـ ټولنه او ولس سخت ځورول سوی، نو په کارونو کي یې هیڅ ځنډ مه راولئ، ټول کارونه یې ډېر ژر ورخلاصوئ.

۳ـ هڅه وکړئ، خلګ درسره هوسا کړئ، د دوی د هوسايي لپاره شپه او ورځ کار وکړئ.

۴ـ خپلي پریکړي د پوره دقت او پوره څېړني وروسته وکړئ.

۵ـ استیناف څارنوالي یوه ډېره مهمه اداره ده، عدالت او انصاف له همدې ځایه پیلیږي، نو په بشپړه توګه د شرعي اُصولو په رڼا کي عدالت پلي کړئ.