کندهار کې د انسټیټیوټونو ایګزیټ په ازموینه کې ښځینو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې
کندهار کې د انسټیټیوټونو ایګزیټ په ازموینه کې ښځینو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې

کندهار کې د سه‌شنبه په ورځ د روغتیایی علومو انسټیټیوټ له نارینو محصلینو څخه ایګزیټ امتحان په داسې حال کې اخیستل شوی چې ښځینه محصلینو ته پکښې کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې. کندهار کې د نیمه روغتیایی علومو انستیتوتونو څخه فارغه شوی قابلې او نرسانې وایې، د نوم لیکنې لپاره یې د […]

کندهار کې د سه‌شنبه په ورځ د روغتیایی علومو انسټیټیوټ له نارینو محصلینو څخه ایګزیټ امتحان په داسې حال کې اخیستل شوی چې ښځینه محصلینو ته پکښې کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

کندهار کې د نیمه روغتیایی علومو انستیتوتونو څخه فارغه شوی قابلې او نرسانې وایې، د نوم لیکنې لپاره یې د شنبې په ورځ فورمې ترلاسه کړی خو پرون دوشنبه ورته د انستیتوتونو د ادارو له زنګ وهل شوی چې ایګزیټ یا دولتی ازموینه یې تر امری ثانی پورې ځنډولې ده.

په دې ولایت کې د نازو په نوم د یوه خصوصی روغتیایی علومو انسټیټیوټ څخه فارغه شوی قابلې ویلی، د طالبانو له لوری ورڅخه په ایګزیټ ازموینه کې د ګډون حق اخیستل شوی او ډیره ناهیلې شوې ده.

نازو وایې، له دې ازموینې سره یې ډیری هیلی تړلی خو په وینا یې چې اوس هغه ټولې له خاورو سره خاورې کېږی.

د هغه له قوله:« کله چې زموږ څخه د ایګزیټ ازموینه واخیستل شی نو له هغه وروسته موږ ته د فراغت دولتی اسناد راکول کېږی چې د هغو اسنادو پر اساس موږ کولای شو په راتلونکی کې دندې اجرا کړو، دا زموږ د دوو کلونو خواری ټوله ابس تېره شوه، باید زموږ څخه ازموینه واخیستل شی.»

نوموړی د طالبانو د سرپرست حکومت له مشرانو غوښتنه کوی ترڅو د ټولو نجونو او میرمنو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزی او د روغتیایی علومو د انسټیټیوټونو او پوهنتونونو ټولو فارغه شویو میرمنو ته په ایګزیټ یا دولتی ازموینې کې د ګډون حق ورکړی.

دې زیاته کړه چې د اسلام له نظره د نارینو او ښځینو حقونه سره مساوی دې خو په خبره یې چې په هیواد کې دننه د میرمنو حقونه تر پښو لاندې کېږی.

هغې داسې وویل:« موږ ډېره امادګی نیولې وه، آن په ایګزیټ امتحان کې د ګډون فورمې راکول شوې خو پرون چې امتحان ته یوه ورځ پاتې وه راته زنګ ووهل شو چې تاسی په ایګزیټ ازموینه کې ګډون نه شئ کولای، زموږ ګناه څه ده، زموږ څخه پیسې مصرف شوی، موږ په ډېرو کوښښونو تردې مرحلې رارسېدلی یو، حکومت دې موږ ته اجازه راکړی چې خپل د ایګزیټ امتحان ورکړو.»

همدارنګه کندهار کې د نیمه روغتیایی علومو د انسټیټیوټونو مسولین زیاتوی، چې له خپل اړخه یې هڅې کړی ترڅو کندهار کې فارغه شوی قابلې او نرسانې په سږنی ایګزیټ یا دولتی ازموینه کې برخه واخلی او دولتی اسناد ورکول شی خو په خبره یې چې له مرکز کابل څخه د راغلی پلاوی له لوری یې غوښتنې نه دې منل شوی.

ددوی زیاتوی:« کندهار کې د ښځینو فارغ شویو محصلینو د ایګزیټ ازموینه لا معلومه نه ده چې په راتلونکی ونۍ کې به واخیستل شی یا په راتلونکی میاشتی کې او یا هم په راتلونکی کال کې، وخت یې موږ ته هم نه دی معلوم خو په ننۍ ازموینه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.»

د معلوماتو له مخې چې ټاکل شوې وه په سږنۍ دولتی ازموینه کې له لسګونه فارغ شویو نارینه محصلینو سره یو ځای له نږدې ۲۰۰ ښځینه قابلو او نرسانو څخه شا او خوا د ایګزیټ ازموینه واخیستل شی خو د طالبانو له لوری په‌کې د ګډون اجازه نه ده کړل شوې.

خبرگزاری زنان افغان