کندهار کې د یوې سرګلولې چاودنې له امله د یو طالب په ګډون څلور تنه ټپیان شوی
کندهار کې د یوې سرګلولې چاودنې له امله د یو طالب په ګډون څلور تنه ټپیان شوی

کندهار کې د طالبانو ځایی چارواکی په دې ولایت کې د اور لوبې سرګلولې چاودنې له امله د یو طالب په ګډون د څلورو کسانو د ټپی کېدو خبر ورکوی. کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایی، پرون مازدیګر مهال د دغه ولایت د دویمې حوزې په مربوطاتو کې د اور لوبې […]

کندهار کې د طالبانو ځایی چارواکی په دې ولایت کې د اور لوبې سرګلولې چاودنې له امله د یو طالب په ګډون د څلورو کسانو د ټپی کېدو خبر ورکوی.

کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایی، پرون مازدیګر مهال د دغه ولایت د دویمې حوزې په مربوطاتو کې د اور لوبې سرګلولې چاودنې پر مهال د یو طالب په ګډون څلور کسان ټپیان شوی دی.

دوی زیاتوی، د یو طالب ترڅنګ یو ځوان او دوه ماشومان ټپیان شوی چې سملاسی د طالبانو لخوا روغتون ته لیږدول شوی دی اوس یې روغتیایی وضعیت د ډاډ وړ دی.

دغه راز کندهار کې د طالبانو د والی ویاند حاجی زید په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې رد کړې ګواکې د کندهار دویمه ناحیه کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ نښته شوې ده.

د تېرې جګړې پاتې شونو او د ناچاوده سرګلولو سره د لوبو کولو له امله داسې پیښې رامنځته کېږی چې ډیری قربانیان یې ماشومان وی.