کندهار کې یو کس خپلې پخوانۍ ښځې باندې ډزې کړی
کندهار کې یو کس خپلې پخوانۍ ښځې باندې ډزې کړی

کندهار کې ځایی سرچینې وایی، چې د دې ولایت په عینو مېنه کې یو کس خپلې پخوانۍ میرمنې باندې ډزې کړی چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او دوې ښځې او یو نارینه ټپیان شوی دی. دسرچینې د معلوماتو له مخې چې‌ خبرگزاری زنان افغانستان ته وویل، د کندهار ښار د عینو […]

کندهار کې ځایی سرچینې وایی، چې د دې ولایت په عینو مېنه کې یو کس خپلې پخوانۍ میرمنې باندې ډزې کړی چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او دوې ښځې او یو نارینه ټپیان شوی دی.

دسرچینې د معلوماتو له مخې چې‌ خبرگزاری زنان افغانستان ته وویل، د کندهار ښار د عینو مېنې په ۵٢ سړک کې یوه سړی پر خپله پخوانۍ مېرمن او د هغې پر خپلوانو ډزې کړې دی.

سرچینه وایی، چې د دغه سړی مېرمنې په دې وروستیو کې د طالبانو په یوه محکمه کې هغه ته طلاق ورکړى و.

همدا راز کندهار کې د طالبانو ځایی امنیتی چارواکی هم دا پېښه تائیدوی او وایی، چې‌ په یاده پیښه کې یو نارینه وژل شوی او دوې ښځې او یو بل نارینه ټپیان شوی دی.

ویل کیږی بریدګر هم له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم کندهار کې په ورته پېښو کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ورسره یو وخت یې خلک اندېښن کړی هم دی.
په تېر کې هم د کورنۍ تاوتریخوالی ورته پېښې شوې دی.