کنړ اسداباد: له ترکیې ډیپورټ شوی ځوانان بیا په قاچاقی لارو تللو ته اماده دی
کنړ اسداباد: له ترکیې ډیپورټ شوی ځوانان بیا په قاچاقی لارو تللو ته اماده دی

د اسد میاشت له پیل څخه کنړ ولایت ته هغه ځوانان له ترکیی ډیپورټ کیږی؛ چې په قاچاقی ډول په سختو لارو او ډیرو مصارفو رسیدلی وو. د دوی کورنۍ وایی چې په خپل وطن کې د بې روزګارۍ له امله اړ دی چې خپل بچی نورو هیوادونو ته ولیږی او په دې ډول یې […]

د اسد میاشت له پیل څخه کنړ ولایت ته هغه ځوانان له ترکیی ډیپورټ کیږی؛ چې په قاچاقی ډول په سختو لارو او ډیرو مصارفو رسیدلی وو.

د دوی کورنۍ وایی چې په خپل وطن کې د بې روزګارۍ له امله اړ دی چې خپل بچی نورو هیوادونو ته ولیږی او په دې ډول یې د ژوند چاره روانه شی. خو په دې ورستیو کې د ترکیی حکومت د ډیرو افغانانو دا هیلې په اوبو لاهو کړې.

د سهیل په نوم ځوان چې یو کال مخکې له اسداباد څخه خپلو ملګرو سره یوځای ترکیې ته تلی و؛ تازه خپل هیواد ته رالیږل شوی. هغه اوس هم د هغه سختو لارو کیسې په خپل ذهن کې لری.

خو سره د دې بیا هم اراده لری چې لاړ شی.» لارې ډیرې سختې دی، په هر ځاې کې د انسانانو جسدونه، لباسونه او بیګونه پراته وی. ټوله لار له خطرونو ډکه ده «. سهیل وایی چې غواړی بیا لاړ شی؛ ځکه په خپل هیواد کې کاروبار نشته او اقتصادی حالات یې کمزوری دی.

له تیرو دریو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې لاس په لاس کیږی چې په هغه کې په افغان مهاجرو سخت ظلم کیږی. خو د کنړ ځوانان د بې روزګارۍ له امله بیا هم چمتو دی چې قاچاقی لارې ګام کړی.