ګوتریش: د دوحې د ناستې موخه له طالبانو سره د اړیکو د څرنګوالی په اړه ګډ تفاهم ته رسېدل دی
ګوتریش: د دوحې د ناستې موخه له طالبانو سره د اړیکو د څرنګوالی په اړه ګډ تفاهم ته رسېدل دی

خبرگزاری زنان افغان: هندی رسنیو د ملګرو ملتونو د سرمنشی انتونیو ګوتریش له قوله ویلی، چې د افغانستان په اړه د دغه سازمان په کوربه توب دوحه ځانګړې غونډه له طالبانو سره د خبرو د څرنګوالی په اړه د نړیوالې ټولنې د ګډ تفاهم د ترلاسه کولو په موخه جوړه شوې وه. د هند د […]

خبرگزاری زنان افغان: هندی رسنیو د ملګرو ملتونو د سرمنشی انتونیو ګوتریش له قوله ویلی، چې د افغانستان په اړه د دغه سازمان په کوربه توب دوحه ځانګړې غونډه له طالبانو سره د خبرو د څرنګوالی په اړه د نړیوالې ټولنې د ګډ تفاهم د ترلاسه کولو په موخه جوړه شوې وه.

د هند د دفاعی څېړنیزې ډلې وېبپاڼې د “ثور په ١٢مه” نېټه خبر ورکړ چې دغه ګډ تفاهم به د بشری حقونو، ټول شموله حکومتوالۍ او له ترهګرۍ او نشه یی توکو سره د مبارزې په ګډون په مهمو برخو کې وی.

د هند دفاعی څېړنیزې ډلې دا مقاله د ملګرو ملتونو د عمومی منشی د دفتر له خوا د خپرې شوې یادداشت په حواله خپره کړې ده.

هند، چین، فرانسه، جرمنی، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیه، سعودی عربستان، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان، متحده عربی امارات، انګلستان، امریکا، ازبکستان، اروپایی ټولنه او همکاری د اسلامی نهضت سازمان د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړې غونډې ګډونوال دی.

تر دې وړاندې ویل شوی وو چې د ملګرو ملتونو په ځانګړې غونډه کې به د ۲۵ هېوادونو استازی په دوحه کې ګډون وکړی.

دا غونډه د تړلو دروازو تر شا په یوه نامعلوم ځای کې ترسره کیږی.

له غونډې شاوخوا یوه میاشت مخکې د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلی و، چې هېواد یې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې غونډې ته په مثبت نظر ګوری.

خبرگزاری زنان افغان