یان اېګلند: طالبانو ژمنه کړې چې کار ته د ښځو د راستنېدو لارښوونه به ډېر ژر نهایی کړی
یان اېګلند: طالبانو ژمنه کړې چې کار ته د ښځو د راستنېدو لارښوونه به ډېر ژر نهایی کړی

خبرگزاری زنان افغان: د ناروې د کډوالو د شورا مشر جان ایګلند وایی، طالبانو ژمنه کړې چې په افغانستان کې د ښځو د بېرته ستنېدو لپاره یوه حل لاره نهایی کېږی. ښاغلی ایګلند په کندهار کې له یو شمېر طالب مشرانو سره تر لیدنې وروسته پرون چهارشنبه ( د جوزا په ٣مه) “هغوی راته وویل […]

خبرگزاری زنان افغان: د ناروې د کډوالو د شورا مشر جان ایګلند وایی، طالبانو ژمنه کړې چې په افغانستان کې د ښځو د بېرته ستنېدو لپاره یوه حل لاره نهایی کېږی.

ښاغلی ایګلند په کندهار کې له یو شمېر طالب مشرانو سره تر لیدنې وروسته پرون چهارشنبه ( د جوزا په ٣مه) “هغوی راته وویل چې دوی په یوه لارښود کار کوی او حتمی کوی چې ټولې میرمنې بیرته کار ته لاړې شی. دوی وویل چې دوی د لارښود په وروستی کولو هم کار کوی ترڅو نجونې له لومړنی ښوونځی څخه ښوونځی ته لاړې شی.” ټولې ژمنې دی او زه نه پوهېږم چې کله به عملی کېږی، خو د اوس لپاره موږ له کندهار سره جلا ژمنې لرو چې په ادارو کې به د ښځو لپاره د کار د پیل لپاره یوه لنډمهاله حل لاره ومومی.”

ښاغلی ایګلند وویل چې هغه هیله لری چې میرمنې به راتلونکې اونۍ په ادارو کې کار وکړی. ده دا هم وویل چې د ښځو د کار په اړه به په کابل کې له طالب چارواکو سره ووینی.

ښاغلی اګلند رویټرز خبری اژانس ته ویلی، که دوی په کندهار کې یوې هوکړې ته ورسېږی، هیله ده چې د افغانستان په نورو برخو کې به هم ښځو ته د کار زمینه برابره شی.

ښاغلی ایګلند چې د ناروې د کډوالو د شورا مشری کوی، افغانستان ته په دې نیت تللی چې طالبان وهڅوی چې ښځو ته اجازه ورکړی چې په غیر دولتی موسسو کې خپلو دندو ته ستانه شی.

نوموړی پرون چهارشنبه په کندهار کې د طالبانو له والی مولوی هدایت الله مبارک سره تر لیدو وروسته وویل چې په دې برخه کې د طالبانو د هواری په حال کې ده او لکه څنګه چې دوی ورته ویلی، دا حل به ډېر ژر عملی شی.

مولوی مبارک هغه کس دی چې د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره مستقیم تماس لری. د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د ملا هبت الله په حکم افغان مېرمنې په غیر دولتی ادارو کې له کار کولو منع شوې وې.

ښاغلی ایګلند وایی چې د چهارشنبې په ورځ یې په کندهار کې د طالبانو له مشرانو سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې یوازې ښځې کولای شی له ښځو سره مرسته وکړی او د دوی بنسټونه یوازې د نارینه وو په مرسته نه شی چلېدلی.

اګلنډ زیاته کړه چې دوی د ډېر چټک پرمختګ هیله لری ځکه چې وخت په تېرېدو دی، تمویل سخت دی او شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان عاجلو مرستو ته اړتیا لری.

په تېرو څو میاشتو کې ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څو څو ځلې له طالبانو غوښتی چې په نادولتی موسسو کې د ښځو د کار کولو د بندیز په اړه خپله پرېکړه بدله کړی، خو هغوى په دې برخه کې له سره غور نه دى کړى او دا یې د افغانستان داخلی مسئله بللې ده.

د هغه ژمنې د عملی کېدو وخت چې طالبانو له ښاغلی اګلنډ سره کړی تر اوسه نه دی معلوم.

د ناروې د کډوالو د شورا مشر وایی، طالب مشران له نړیوال مالی سیستم څخه د افغانستان ایستل، د نړیوالو پرمختیایی مرستو بندول، د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پیژندل او په بهر کې د افغانانو د شتمنیو کنګل کول د دغه هېواد د اقتصادی ستونزو لاملونه دی.

خو نړیواله ټولنه له طالبانو غواړی چې د بشری حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی وکړی، څو پر دوی لګېدلی بندیزونه لیرې شی.

خبرگزاری زنان افغان