په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) دفتر وایی، په نوی تعلیمی کال کې به په یوه میاشت کې په ټول افغانستان کې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شی، خو د طالبانو د اوسنۍ پرېکړې له امله به ښځې او نجونې لا هم پر مخ ولاړې شی. له زده کړو بې […]
په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) دفتر وایی، په نوی تعلیمی کال کې به په یوه میاشت کې په ټول افغانستان کې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شی، خو د طالبانو د اوسنۍ پرېکړې له امله به ښځې او نجونې لا هم پر مخ ولاړې شی. له زده کړو بې برخې.
یوناما نن (سه شنبه، ۲ حوت) په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلی چې دا له بشری حقونو څخه سرغړونه او د “ډېرې ځان وژنې” عمل دی.
دې دفتر له واکمنو چارواکو څخه غوښتنه کړې چې “د ژوند، معیشت او سالم راتلونکی خوندی کولو لپاره همدا اوس اقدام وکړی”.
طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته په لومړی سر کې تر شپږم ټولګی پورې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې او په وروستیو میاشتو کې یې د نجونو زده کړې هم وځنډولې.
دغه ډله وایی، چې د “شریعت” له مخې د نجونو او ښځو لپاره د تعلیم او تربیې د برابرولو په پلان کار کوی. خو له یو نیم کال وروسته هم د دغه پلان په اړه څه نه دی ویل شوی.
په ٩٠ لسیزه کې طالبانو د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه. هغه مهال دوی ژمنه کړې وه، چې نجونو ته به د زده کړو اجازه ورکوی، خو دا ژمنه پوره نه شوه.
خبرگزاری زنان افغان