یونیسف: د نجونو زده کړه اقتصاد پیاوړی کوی او نابرابری کموی
یونیسف: د نجونو زده کړه اقتصاد پیاوړی کوی او نابرابری کموی

خبرگزاری زنان افغان: یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق وایی، د نجونو پر زده کړو پانګونه ټولنه، هېوادونه او ټوله نړۍ بدلوی. یونیسف یو راپور خپور کړی چې وایی هغه نجونې چې تعلیم یافته دی په کم عمر کې د واده کولو امکان کم دی، دوی کولی شی روغ او ګټور ژوند […]

خبرگزاری زنان افغان: یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق وایی، د نجونو پر زده کړو پانګونه ټولنه، هېوادونه او ټوله نړۍ بدلوی.

یونیسف یو راپور خپور کړی چې وایی هغه نجونې چې تعلیم یافته دی په کم عمر کې د واده کولو امکان کم دی، دوی کولی شی روغ او ګټور ژوند وکړی.

دې موسسې زیاته کړه، که نجونې او ښځې زده کړو ته لاس رسی ولری، په راتلونکی کې به لوړ عاید ترلاسه کړی، په هغو پریکړو کې به برخه واخلی چې پر دوی ډېر اغېز کوی او د ځان او کورنۍ لپاره به ښه راتلونکی جوړ کړی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق ټینګار وکړ چې د نجونو زده کړه اقتصاد پیاوړی کوی او نابرابری کموی، کوم چې د لا دوامدارې او انعطاف وړ ټولنو په جوړولو کې مرسته کوی او د هلکانو او نارینه وو په ګډون هرچا ته دا فرصت ورکوی چې خپل ظرفیت پوره کړی.

په داسې حال کې چې یونیسف د نجونو د زده کړې په برخه کې پر پانګونې ټینګار کوی، څه باندې ۵۵۰ ورځې کېږی چې سرپرست حکومت په افغانستان کې له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړې دی. همدارنګه د اوسنی حکومت د لوړو زده کړو وزارت په پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو کې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو مخه نیولې ده.

دغه سازمان زیاته کړې، چې ښوونځیو ته د نجونو د لاسرسی په پرتله د نجونو زده کړه ډېره ده. دوی باید په اکاډمیک او تعلیمی ځایونو کې د خوندیتوب احساس وکړی او په مضامینو او دندو کې چې دوی د دوی راتلونکی لپاره غوره کوی ملاتړ وکړی.

د راپور په دوام کې راغلی دی چې له هغو شواهدو سره سره چې ښیی د نجونو زده کړه د ټولنې د پرمختګ لپاره مرکزی او اړینه ده، د پوهنې په ډګر کې جنسیتی توپیر او تبعیض دوام لری.

د دغه راپور پر بنسټ، په ټوله نړۍ کې ۱۲۹ میلیونه نجونې ښوونځیو ته له تګ او زده کړې بې برخې دی، چې ۳۲ میلیونه یې په لومړنیو ښوونځیو کې دی.

په راپور کې ټینګار شوی، چې په هغو هېوادونو کې چې جګړې او جګړې ځپلې، نجونې د هغو نجونو په پرتله دوه چنده زیاتې له زده کړو بې برخې دی، چې په هغو هېوادونو کې ژوند کوی، چې له جګړې نه اغېزمنېږی.

دغه سازمان زیاته کړې، چې یوازې ۴۹ سلنه هېوادونو په لومړنیو زده کړو کې د جنسیت برابری ترلاسه کړې ده.

خبرگزاری زنان افغان

#Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan