یونیسف په افغانستان کې تر ۵۰۰ زرو زیاتو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده
یونیسف په افغانستان کې تر ۵۰۰ زرو زیاتو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده

خبرگزاری زنان افغان: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق (یونیسف) وایی، دې ادارې د ټولنې په کچه د ښوونیزو موسسو په جوړولو سره ۵۰۰ زره هلکانو او نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده. دغې ادارې نن “دوشنبه د جوزا لومړۍ نېټه” په یوه ټویټ کې لیکلی چې د […]

خبرگزاری زنان افغان: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق (یونیسف) وایی، دې ادارې د ټولنې په کچه د ښوونیزو موسسو په جوړولو سره ۵۰۰ زره هلکانو او نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

دغې ادارې نن “دوشنبه د جوزا لومړۍ نېټه” په یوه ټویټ کې لیکلی چې د دغو ډېرو نجونو لپاره دا یوازینۍ لار ده چې دوی کولای شی ښوونځی ته ولاړې شی.

یونیسف وایی، په لرو پرتو سیمو کې له ۱۷۶۰۰ ښوونځیو سره مرسته کوی چې ماشومانو ته زده کړو ته لاسرسی پیدا کړی.

دغه بنسټ وایی، چې د مرستندویه بنسټونو په مالی مرسته به په ټول افغانستان کې ۲۱ زره ښوونیزو موسسو ته پراختیا ورکړی.

له هغه وخته چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، دغې ډلې له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړې دی.

دغې ډلې په وار وار ټینګار کړی چې د نجونو پر زده کړو بندیز دایمی نه دی او دوی ته به اجازه ورکړل شی چې له شرعی چاپیریال سره سم ښوونځی ته ولاړ شی.

خبرگزاری زنان افغان