ارزګان کې خلک وایی، په دې ورستیو کې د جنایی جرمونو ترسره کیدو سخت اندیښمن کړی دی او غوښتنه کوی چې طالبان دې د مخنیوی لپاره لاس په کار شی. د دې ولایت اوسیدونکی زیاتوی، د پخوا په پرتله غلاوې او شکونې زیاتې شوی او هره ورځ د غلاوو پیښې رامنځته کیږی. د ترینکوټ یوه […]
ارزګان کې خلک وایی، په دې ورستیو کې د جنایی جرمونو ترسره کیدو سخت اندیښمن کړی دی او غوښتنه کوی چې طالبان دې د مخنیوی لپاره لاس په کار شی.
د دې ولایت اوسیدونکی زیاتوی، د پخوا په پرتله غلاوې او شکونې زیاتې شوی او هره ورځ د غلاوو پیښې رامنځته کیږی.
د ترینکوټ یوه اوسیدونکی عبدالرحمن چې څو ورځې مخکې یې غلو موټرسایکل ورڅخه تښتولی، رسنیو ته یې وویل چې په ښار او کلیوالو سیمو کې هره ورځ داسې یوه پیښه رامنځته کیږی چې د خلکو وسایط د غلو له خوا وړل کیږی.
هغه وایی، د غلاوو او شکونو لامل د خلکو بیکاری ده او خلک اړ دی چې د ډوډۍ پیداکیدو لپاره غلاوې او نورې غیرقانونی کړنې ترسره کړی.
هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې خلکو ته دې د کار زمینه برابره کړی ترڅو د جنایی پیښو ګراف ټیټ شی.
سفرمحمد بیا د ترینکوټ یو بل اوسیدونکی دی چې په ښار کې د جنایی پیښو ترسره کیدو ته اندیښمن دی.
هغه وایی، که څه هم طالبانو په ښکاره د غلاو او نورو شکونو د مخنیوی هڅې کړې دی، خو وایی چې لاهم جنایی جرمونه ترسره کیږی او دغه ډول کړنو د خلکو اندیښنې زیاتې کړې دی.
هغه وایی، د پخوا په پرتله څوچنده غلاوې او جنایی جرمونه زیات شوی دی او له طالبانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د مخنیوی لپاره یې کار وکړی.
نوموړی وویل: «طالبان خو په امنیت کې ښه دی خو غلاوې بیخی ډیرې شوې دی. هره ورځ په یوه کلی کې غلا کیږی طالبان هم کوشش کوی چې د غلاوو مخه ونیسی خو مخنیوی یې د دوی تر وس لوړه خبره ده.»
د ارزګان د امنیه قومندانۍ د جنایی جرمنو پر وړاندې د مبارزې مدیر چې د غلاوو په تور یې څو تنه رسنیو ته وښودل، یو تن په غلا تورن کس چې نه غواړی نوم یې واخیستل شی رسنیو ته وویل، چې څو میاشتې کیږی د ځان لپاره کار روزګار پیداکړی خو په خبره یې چې هېڅ کار نه ورپیداکیږی او اړ شوی دی چې غلا وکړی.
هغه وایی، که اقتصادی وضعیت ښه وی او یا هم ورته د کار زمینه برابره شوې وی، هیڅکله به یې غلا نه وی کړې. نوموړی له خلکو غوښتنه وکړه چې جنایی جرمونه ترسره نه کړی.
په ورته وخت کې د ارزګان ولایت د امنیه قومندانۍ چارواکی هم منی چې په دې ورستیو کې په ترینکوټ ښار کې د غلاوو ګراف لوړ شوی دی خو زیاتوی چې دوی یې د مخنیوی لپاره کار کوی.
د ارزګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند اغاولی قریشی اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل چې جنایی جرمونو ترسره کیدل دوی ته د تیر حکومت څخه په میراث پاتې دی.
هغه وایی، په دې وروستیو کې طالبانو د جنایی جرمنو د مخنیوی لپاره هڅې کړی دی او شل فیصده یې د تیرو وختونو په پرتله جنایی پېښې کمې شوې دی.
نوموړی وویل: «جنایی جرمونه زیات شوی دی خو دغه هر څه د تیر حکومت څخه موږ ته په میراث پاتې شوی دی. دغه اوس زموږ کسان پوره هڅه کوی چې جنایی جرمونه کنټرول کړی او موږ لاسته راوړنې هم لرو چې د پخوا په پرتله شل سلنه اوس د جنایی پیښو ګراف ټیټ شوی دی.»
ارزګان کې داسې مهال خلک د جنایی جرمونو د زیاتېدو څخه شکایت کوی چې د تیر ۱۴۰۰ کال د کب میاشتې پر ۲۵ نېټه نړیوال بانک ویلی و چې د طالبانو له واکمنېدو سره په تېرو اوو میاشتو کې د هغو کسانو شمېر دوه برابره شوی چې ډوډۍ او نور اړین شیان نهوررسېږی.
نړیوال بانک ویلی و چې د افغانستان نیمایی خلک نهشی کولای چې درې وخته ډوډۍ وخوری او د تېر کال د جولای او اګسټ میاشتو کې دا شمېره ۲۵ په سلو کې وه.