د انجونو هیلې یو ځل بیا د مرګ په موخه زندۍ شوې!
د انجونو هیلې یو ځل بیا د مرګ په موخه زندۍ شوې!

ټاکل شوې وه چې نن چهارشنبه به د نجونو ټول دولتی ښوونځی پرانستل شی او په عادی توګه به تدریسی بهیر پیل شی انجونو هم د میاشتو میاشتو انتظار څخه وروسته په پوره خوشحالۍ ځان چمتو او د ښوونځی په لور روانې شوې خو د ښوونځی تر دروازې رسېدلو سره سم د ښوونځیو دروازې یې […]

ټاکل شوې وه چې نن چهارشنبه به د نجونو ټول دولتی ښوونځی پرانستل شی او په عادی توګه به تدریسی بهیر پیل شی انجونو هم د میاشتو میاشتو انتظار څخه وروسته په پوره خوشحالۍ ځان چمتو او د ښوونځی په لور روانې شوې خو د ښوونځی تر دروازې رسېدلو سره سم د ښوونځیو دروازې یې پرمخ بندې شوې.
نن ورځ په ټول افغانستان کې د نجونو دولتی ښوونځی د اسلامی امارت لخوا د یوې غونډې په ترڅ کې په رسمی توګه پرانستل شول خو څو ساعته وروسته د معارف وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو د نجونو ښوونځی بیرته وتړل شول.
په دغه اعلامیه کې راځی چې”
ټولو هغه اناثیه مکاتبو او لیسو ته چې له شپږم صنف څخه پورته دې خبر ورکول چې د یادو مکاتبو او لیسو درسونه تر امر ثانی پوری معطل دی، هر کله چې په دی اړه له شریعت او افغانی دود او کلتور سره سمه جامعه طرح جوړه او د اسلامی امارت د مشرتابه حکم وشو ‏بیا به یادو ښځینه مکاتبو او لیسو ته رسما اطلاع ورکول شی.”
د لیسې او متوسطه ټولګیو زده کوونکې د ښوونځیو له دروازې بیرته ورګرځول شوی او اجازه نده ورکول شوې.
په کابل کې د زر غونې لیسې زده کوونکې رسنیو سره د خبرو کولو په جریان کې هغه مهال سلګو ونیوله چې د ښوونځی د تړل کېدو په هکله یې خبرې پیل کړې.هغې وویل چې “مونږ هم نجونې یو مونږ هم انسانانو د همدې افغانستان یو ولې ښوونځی ته لاړې نشو؟له زړونو مو وینی څاڅی درې کاله کې مو په رشخندۍ کې تېر کړل ۱۸۶کېږی مونږ ښوونځی ته نه یو تللې ولې؟ څه ګناه مو کړې؟
د پاى کې له اسلامی امارت څخه وغوښتل چې د نجونې ښوونځی دوباره پرانیزی”
ددې زده کوونکې ژړا او خبرو په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه راپارولی.
د افغانستان پخوانی ولسمشرحامدکرزی هم د اووم ټولګی څخه تر دولسم ټولکی پورې د نجونو ښوونځیو په بیا تړل کېدو د یوې اعلامیې له مخې خواشینی څرګنده کړې او له اسلامی سرپرست حکومت نه غوښتی څو د یو مترقی او سیال افغانستان لپاره چې د ټولو افغانانو هیله ده د نجونو د تعلیم لاره پرانیستلې وساتی او پرینږدی چې د هغو پردیو طرحه تطبیق شی چې د تعلیم نه بې برخې، محتاج او ترلاس لاندې افغانستان غواړی.
حامد کرزی پر اسلامی سرپرست حکومت غږ غږ کړى چې د نجونو ښوونځئ سملاسې پرانیزی.

شنونکی وایی طالبانو هڅه کوی د نجونو ښوونځیو په تړل او د ښځو په کار باندې امتیاز ترلاسه کړی، دوى د نجونو ښوونځی تړلو له امله پر نړیوالو فشار راوړی ترڅو ددوى حکومت په رسمیت وپېژاندل شی.

یو شمېر شنونکی وایی د نجونې د اسلامی شریعت سره سم لباس پرتن کوی له بلې خوا نجونې په جلا مکاتبو کې درس وایی نو فلهاذا داسې کوم دلیل نشته چې د نجونو ښوونځی دې وتړل شی دوى وایی طالبان دې د ښوونځیو زده کوونکې یرغمل نه نیسی او اجازه دې ورکړی ترڅو خپل درسونه په عادی توګه تعقیب کړی.
د اسلامی امارت د پوهنې وزارت ویاند وایی د معارف وزارت مسولیتو د شپږو میاشتو په جریان کې طرحه جوړه او د امارت مشرتابه ته مو وسپارله نور د هغوى پورې اړه لری چې څه وخت یې تاییدوی او په دې هکله به د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وضاحت ورکړی.
دا چې طالبان به څه رنګه طرحه جوړوې او څه وخت به د متوسطه او لیسې ښځینه زده کوونکو پرمخ د تګ لپاره ښوونځی پرانیزی دې ته به وخت ځواب ووایی.
دا پر افغانستان د طالبانو د تسلط وروسته لومړى ځل و چې د متوسطه او لیسې زده کوونکو پر مخ دولتی ښوونځی پرانستل کېږی خو د پیل او ځنډ ترمنځ فقط څو ساعته واټن دى.