افغانستان و جهان

د طالبانو د بنديزونو له امله هغه ميرمنې چې د کورنيو سرپرستي ورترغاړې ده تر نورو ميرمنو ډېرې اغېزمنې شوي

د ملګري ملتونو د بشري حقونوکميسون په يوه اعلاميه کې راغلي دطالبانو د وروستيوبنديزونوله امله هغه ميرمنې چې د کورنيو سرپرستي ورترغاړې ده له ستونزو سره مخ دي.
د نوموړې اعلاميه کاږې طالبان غواړي چې د بنديزونو له مخې ښځو ته يو ډول ډله ييزه سزا ورکړي.
په لغمان کې ښځو دحقونو فعاله سونيکا ارين خبرګذاري زنان افغانستان ته وويل( د طالبانو د بنديزونو له امله هغه ښځينه چې د کور سرپرستي ور له غاړې ده او يا نارينه محرم نه لري، له ګڼو ستونزو سره مخ دي، که دندې ته ځي، موټر چلوونکي يې د طالبانو له ډاره موټر ته نه پورته کوي، که يې پورته هم کړي په لاره کې ترې هر ځای پوښتنې کيږي.
که دوی (ښځې) کار ونه کړي کورنۍ يې له لوږې سره مخ کيږي او که کوي يې هره ورځ بايد پورته ستونزې وزغمي.
نوموړې زياتوي د کارنشتون او د حکومت له لوري ورځ تر بلې د محدوديتونو وضع کول ټولوکارکونکوښځو ته رواني ستونزې پيدا کړي ان ځينې يې په استرس او ژورخفګان اخته شوي)
که څه هم طالبانو ددې اعلاميې په ځواب کې څه نه دي ويلي خو په مختلفو وختونو کې ادعا کړې چې غواړي د دې بنديزونو پراساس د فساد مخه ونيسي.
له دې وړاندې هم طالبانو په ښځينه و د جګو څپليو او تېز رنګوجامو اغوستلو باندې بنديز لګولى و.

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا