د طالبانو د بندیزونو له امله هغه میرمنې چې د کورنیو سرپرستی ورترغاړې ده تر نورو میرمنو ډېرې اغېزمنې شوی
د طالبانو د بندیزونو له امله هغه میرمنې چې د کورنیو سرپرستی ورترغاړې ده تر نورو میرمنو ډېرې اغېزمنې شوی

د ملګری ملتونو د بشری حقونوکمیسون په یوه اعلامیه کې راغلی دطالبانو د وروستیوبندیزونوله امله هغه میرمنې چې د کورنیو سرپرستی ورترغاړې ده له ستونزو سره مخ دی. د نوموړې اعلامیه کاږې طالبان غواړی چې د بندیزونو له مخې ښځو ته یو ډول ډله ییزه سزا ورکړی. په لغمان کې ښځو دحقونو فعاله سونیکا ارین […]

د ملګری ملتونو د بشری حقونوکمیسون په یوه اعلامیه کې راغلی دطالبانو د وروستیوبندیزونوله امله هغه میرمنې چې د کورنیو سرپرستی ورترغاړې ده له ستونزو سره مخ دی.
د نوموړې اعلامیه کاږې طالبان غواړی چې د بندیزونو له مخې ښځو ته یو ډول ډله ییزه سزا ورکړی.
په لغمان کې ښځو دحقونو فعاله سونیکا ارین خبرګذاری زنان افغانستان ته وویل( د طالبانو د بندیزونو له امله هغه ښځینه چې د کور سرپرستی ور له غاړې ده او یا نارینه محرم نه لری، له ګڼو ستونزو سره مخ دی، که دندې ته ځی، موټر چلوونکی یې د طالبانو له ډاره موټر ته نه پورته کوی، که یې پورته هم کړی په لاره کې ترې هر ځای پوښتنې کیږی.
که دوی (ښځې) کار ونه کړی کورنۍ یې له لوږې سره مخ کیږی او که کوی یې هره ورځ باید پورته ستونزې وزغمی.
نوموړې زیاتوی د کارنشتون او د حکومت له لوری ورځ تر بلې د محدودیتونو وضع کول ټولوکارکونکوښځو ته روانی ستونزې پیدا کړی ان ځینې یې په استرس او ژورخفګان اخته شوی)
که څه هم طالبانو ددې اعلامیې په ځواب کې څه نه دی ویلی خو په مختلفو وختونو کې ادعا کړې چې غواړی د دې بندیزونو پراساس د فساد مخه ونیسی.
له دې وړاندې هم طالبانو په ښځینه و د جګو څپلیو او تېز رنګوجامو اغوستلو باندې بندیز لګولى و.