د نجونو د تړلیو ښوونځیو په اړه
د نجونو د تړلیو ښوونځیو په اړه

د همغږۍ جرګې اعلامیه ۱۴۰۱/۵/۲۰ کابو یو کال وړاندې اسلامی امارت د واک واګی ترلاسه کړل او لومړنی کار یې چې وکړ، له هر ډول موجه دلیل پرته یې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې او د ښځو پر وړاندې د کار دروازې وتړلې. ولس صبر او حوصله وکړه، چې ښایی ځینې ستونزې به […]

د همغږۍ جرګې اعلامیه
۱۴۰۱/۵/۲۰
کابو یو کال وړاندې اسلامی امارت د واک واګی ترلاسه کړل او لومړنی کار یې چې وکړ، له هر ډول موجه دلیل پرته یې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې او د ښځو پر وړاندې د کار دروازې وتړلې. ولس صبر او حوصله وکړه، چې ښایی ځینې ستونزې به وی او حل به شی، خو میاشتې تیرې شوې او ښوونځی همداسې تړلی پاتې شول. بیا ولس د سوله ییزو غونډو، رسنیو او خواله رسنیو له لارې او همداراز له چارواکو سره په کتنو کې خپلې مشروع غوښتنې مطرح کړې. د هېواد له ګوټ ګوټ څخه دینی عالمانو پر نر او ښځه د تعلیم پر فرضیت ټینګار وکړ، اسلامی هېوادونو او نړیوالې ټولنې هم د ښوونځیو د پرانیستو کلکه غوښتنه وکړه، تر دې چې د ښوونځیو پرانیستلو ته د رسمیت پېژندنې د یوه شرط په توګه قایل شول، خو ښوونځی لاهم تړلی دی. ځینې هېوادوال چې ناهیلی شول، د خپلو بچیانو د تعلیم لپاره یې وطن پرېښود او اړ شول چې له دارالاسلام څخه دارالکفر ته هجرت وکړی(!!!) او هغوی چې د وتلو توان نه لری، د خدای هیلې او د امر ثانې هیلې ته ناست دی.
که څه هم په ښوونځیو کې له پخوا څخه نجونې او هلکان بېل وو او نجونو خپل اسلامی حجاب رعایت کولو، خو بیا د یوې نوې طرحې خبره راپورته شوه، هغه طرحه چې په یو کال کې جوړه نه شوه او همداسې پسې ورکه شوه؛ بیا د موضوع لپاره یوه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه، خو کمېټه له پرېکړو سره پسې غیب شوه؛ بیا ویل کېدل چې د دینې عالمانو په شورا کې به موضوع حل شی، خو د معلوماتو له مخې چې هلته هم د موضوع په راپورته کولو بندیز ولګېد. تازه خبرې دا دی، چې د پوهنې وزیر وایی چې د ښوونځیو پر وړاندې فرهنګی حساسیتونه شته او مرستیال یې بیا وایی چې په نصاب کې بدلون راولو.
لومړی به راشو، فرهنګی حساسیتونو ته. په تېرو شلو کلونو کې موږ په خپل هېواد کې داسې څوک ونه لیدل چې حساسیت وښیی او د ښوونځیو پر وړاندې خپل غږ پورته کړی، حال دا چې نن له دینی عالمانو نیولې تر عام ولس پورې ټول خلک د ښوونځیو د تړلو پر وړاندې حساسیت ښیی او خپل غږ پورته کوی، خو دا حساسیت او دا غږونه چا ته په سترګو او غوږو نه ورځی. دا به ښه خبره نه وی، چې موږ له تحقیق پرته د خپل ولس په اړه د پردیو خبرې تکرار کړو.
دویمه خبره په نصاب کې د بدلون ده. که په نصاب کې له اسلامی اړخه ستونزه وی، نو دا ستونزه خو د هلکانو لپاره هم مطرح ده؛ بله دا چې که کوم بدلون دې راوستلو، دا یو کال دې څه کول؟ درېیم دا چې که د پخلی او ماشوم روزنې په څېر کوم مضمون پکې زیاتوې، چې هر کله تیار شوې بیا یې پکې زیات یې کړه، د دینی علومو، ریاضی، کیمیا او فزیک په تدریس کې څه ستونزه ده چې مخه دې نیولې؟
خبره دا ده، چې که هره ستونزه وای پدې یو کال کې حل کېدای شوه، خو اصلا د ښوونځیو د پرانیستو اراده نشته او هره ورځ نوې پلمې دی چې مطرح کېږی. نور د حوصلې، صبر، مشورو او سپارښتنو ټولې لارې وازمویل شوې، خو هېڅ نتیجه یې ورنکړه او امر ثانی لا هم یرغمل دی. موږ د وروستی ځل لپاره له اسلامی امارت څخه غوښتننه کوو، چې د ولس مشروع انسانی، اسلامی او ملی غوښتنو ته غاړه کېږدی او نور دې د وطن د بچیانو پر برخلیک لوبې نه کوی. زموږ هیله دا ده، چې د اسلامی امارت د واکمنۍ د لومړۍ کالیزې په مناسبت د ښوونځیو پرانیستل اعلان شی. د یو تعلیمی کال ضیاع، چې په حقیقت کې دوه کاله کېږی، د ملی ګټو او اساسی حقونو له مخې نه د توجیه وړ ده او نه هم د بښلو وړ ده. که تر دې وروسته بیا هم ښوونځی تړلی پاتې کېږی، نو افغان ولس بله لار نه لری، مګر دا چې د خپلو بچیانو د برخلیک او په لویه کې د هېواد د ملی ګټو لپا ره اعتراضونو او لاریونو ته مخه کړی، چې پدې حالت کې به د هر ډول عواقبو پړه د حکومت د مشرتابه پر غاړه وی.
موږ خبرداری ورکوو، چې په لوی لاس د ولس او حکومت تر منځ واټن مه جوړوئ او اختلاف ته لمن مه وهئ. همدا اوس افغانستان نورې ډېرې جدی ستونزې لری، چې باید توجه ورته وشی. موږ د افغانستان ګټې په ثبات او د یوه عادل او مسئول نظام په ټینګولو کې ګورو. دا به ډېره د خواشینۍ خبره وی، چې د ولس انرژی او توان د هېواد د ودانۍ پر ځای د داسې حقونو لپاره ضایع شی، چې د ټولې نړۍ په کچه د خلکو مسلم حقونه او د دولتونو لومړیتوبونه ګڼل کېږی.
و ما علینا الالبلاغ
د بېلابېلو ټولنو، بنسټونو، سازمانانو او شوراګانو
د همغږۍ جرګه