د ټولنيزې فعالې سونيکا  آرين سره مرکه
د ټولنيزې فعالې سونيکا  آرين سره مرکه

په افغانستان او بيا په ځانګړې توګه د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د زده کړو او د ښځو حقونو لپاره د نجونو او ميرمنو راپورته کېدل له ستونزو او ننګونو خالي نه دي، خو ځيني نجونې او ميرمنې د ناوړه رسومود زولنو د ماتولو لپاره راپورته کېږي ستونزې مني،خطر په ځان اخلي،د خلكو سپکې […]

په افغانستان او بيا په ځانګړې توګه د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د زده کړو او د ښځو حقونو لپاره د نجونو او ميرمنو راپورته کېدل له ستونزو او ننګونو خالي نه دي، خو ځيني نجونې او ميرمنې د ناوړه رسومود زولنو د ماتولو لپاره راپورته کېږي ستونزې مني،خطر په ځان اخلي،د خلكو سپکې سپورې په سړه سينه اوري،مبارزه کوي او مخې ته ځې ترڅو د نورو نجونو لپاره د پرمختګ ور پرانيزي.
سـونيکا آرين يو له هغو نجونو ده چې په کلونوکلونو يې د ښځو د حقونو لپاره له کم عمرۍ کار پيل کړى او لا هم د ښځو د حقونو لپاره کار کوي دلته مو د آغلې آرين سره د هغې د ژوند،کار او فعاليتونو په هکله مرکه کړې هيله ترپايه يې درسره ولولٸ.

پوښتنه :لومړی که خپل ځان په لنډ ډول د خبرګذا ۍ لوستونکو ته معرفي کړئ.
ځواب:سونيکا آرين په ۱۹۹۷ کال لغمان ولايت کې ﺯېږېدلې يمه، عمر مې ۲۵ کاله ده، په ۲۰۱۳ کال کې د مستورې لېسې څخه، په ۲۰۱۵ کال د لغمان د دارالمعلمين څخه د شرعياتو او په ۲۰۲۰ کال د ننګرهار پوهنتون څخه د پارسي ادبياتو رشتې نه فارغه شوې يم،ترډېره د ارواح پوهنې کتابونه مطالعه کوم،او د ارواح پوهنې ځينې مقالې مې هم ژباړلي چې مختلفو سايټونو کې نشر شوي دي.

پوښتنه :کله چې تاسو زده کړې کولې شرايط څه ډول و اود پوهنې په لاره کې کومې ننګونې وې؟
ځواب:په هغه وخت کې چه ما ﺯده کړې کولې، ﺯمونږ په سيمه کې د لور، خور او ښځې ﺯده کړه ننګ او شرم ګڼل کېده، لوستې نجونې د بدکارو په نوم يادېدلې، ﺯه چې کله ښوونځى ته تلمه نو ﺯمونږ ټول خپلوان مونږ سره راشه درشه پرېښي و، ﺯما پلار ته به يې ويل چې ته دې لور له ښوونځي منع کړه، خو پلار مې خپله له درس پاتې و، د بې سوادۍ درد ورته معلومه و، نو ځکه د هغو خبرو ته تسليم نشو، مګر هغو هم پرېښودو والا نه و، ددې لپاره چې ﺯه ښوونځي ته لاړه نشمه، د کلي او کوڅو هلکان يې راپسې کړي و چه بدنامي جوړه کړي او ﺯه له ښوونځي پاتې شمه، خو د خداى په فضل او د کورنۍ په ملاتړ دوى هېڅ هم ونکړاى شول.
پوښتنه: تراوسه مو کومې دندې ترسره کړي؟
ځواب:ﺯما شعار او هدف تل دا و چې غواړمه پخپلو پښو ودرېږمه، همدې هدف ته د رسېدو لپاره کله چه ښوونځي نه فارغه شومه، دندې ترلاسه کولو لپاره مې هسې پيل کړې، چه بالاخره د usaid لخوا په يوه اداره کې مې د اداري کارمندې په حيث کار پيل کړ، کله چې پوهنتون پيل شو، هلته مې هم مختلفو ادارو سره په مختلفو برخو کې کار پيل کړ، چه ډېرى کارونه رضاکارانه و، ولې ما کار کاوه، تر څو هم خپله پخپلو پښو ودرېږمه هم وطنوالو ته خدمت وکړم، له اندېشه ورانو موسسې سره مې لمړى د مناظرې کلپ غړې په توګه، يو کال وروسته د مناظرې کلپ د مشرې او بالاخره د ولايتي کورديناتور د معاونې په حيث کار کړې، ددې. کارونو تر څنګ مې د فعال ښاري پروګرام کې د پراجکت منېجرې په توګه انجونو ته د لوړو ﺯده کړو د هڅونې کمپاين د ننګرهار ولايت په درې ولسواليو سرخرود، بهسود او جلال اباد ښار په اتلس ښوونځيو کې پر لاره واچاوه، چې خوشبختانه ﺯمونږ ددې کمپاين په نتيجه کې دننګرهارولايت د کانکور اﺯموينه کې د انجونو ګډون له ۷ څخه ۱۶ فيصدو ته لوړ شو، او پدې توګه مونږ ته د برېتانيا د قونسلګرۍ لخوا اوارد هم راکړل شو.
همدارنګه د نهاد سفيد او ايلسو موسسو سره مې د ولايتي همکارې په توګه د سولې د سمپوﺯيمونو او.کنفرانسونو منجمنت هم کړې، د امريکن قونسل او UN Women افغانستان سره مې د ترينرې په توګه کار کړې، د هنرسالار ټولنې سره مې د ولايتي برنامو د تنظيم په برخه کې کار کړې، همدارنګه د ننګرهار د ځوانانو سولې کنفرانس د رهبرې غړې ومه، په لغمان ولايت کې مې د چاپېريال ساتنې کمپاينونه په لاره اچولي، دا کمپاينونه مې په انلاين ډول هم ترسره کړي، ددې ترڅنګ مې د افغانستان نوين کورس مديريت هم راترغاړې و، د ويناوالۍ په برخه کې مې هم تدريس کړۍ، همدارنګه په لغمان ولايت کې مې ۱۲۰ تنه يتيمو ماشومانو ته هم تدريس کاوه، ددې ترڅنګ ۲۰۲۰ کال کې مې د دبوکيﺯ ټولنې لخوا ماشومانو ته کيسې ويل پيل کړل، چه په پايله کې مې د غوره کيسه ويونکې لقب خپل کړه، همدارنګه په امريکا کې د افغان ماسترانو ټولنې سره مې د ترينرې ،د توحيد موسسې سره د ټولنيﺯ کارکوونکې په توګه کار کړې، ددې ترڅنګ د سولې سفيرانو، ځوانانو ملي جرګې، ځوانانو ملي کنفرانس غړې هم يمه، همدارنګه سږکال د ۲۰۲۲ کال لپاره د دبوکيﺯ ټولنې معاونيت، او د سکېلېريا بنست د اړيکو مسوليت هم لرمه.

پوښتنه:تاسو يوه ټولنيزه فعاله ياست او ډېر ټولنيز فعاليتـونه مو ترسره کړي په فعاليت مو کله پيل کړ اودټولنير فعاليتونو کې ستاسو د لومړي فعالیت انګیزه څه وه؟
ځواب:ما دښوونځي له وخته ټولنيﺯ فعاليتونه ترسره کول، ﺯما د لمړي فعاليت انګېﺯه دا و چه غوښتل مې فعاله اوسمه، او ﺯما لخوا نورو ته خير ورسېږي.
پوښتنه :په ژوند کې مو رول ماډل يا ايډيال څوک دي؟
ځواب:په ژوند کې مې مشخص رول ماډل نشته، ځکه ټول انسان پوره نه دي، ممکن يو کس په يوه برخه کې مهارت ولري خو په بله برخه کې نلري، تر ډېره هڅه کوم د اشخاصو مثبتې کړنې د رول ماډل په توګه وټاکمه نه اشخاص،
ولې بيا هم ماته دوه ګران استادان : استاده کرشمه نظيمي چه اوس مهال ننګرهار پوهنتون انجينرۍ پوهنځي استاده ده، او استاد فهيم رحيمي چه په هندوستان هېواد کې د دوکتورا په ﺯده کړو بوخت دى ايډيال دي.
پوښتنه:د بریا راز مو څنګه زده کړ؟ آیا تاسو په خپل ژوند کې ناکامي تجربه کړې؟
د بريا راﺯ مې له ناکاميو ﺯده کړه، کله چه ناکامه شومه، بېرته پاڅېدلمه، تسليمه نشومه، تردې چه بريالۍ شومه، نو پدې توګه پوهه شومه چه نه تسليمېدل يعنې د بريا دواﺯه.
هو، ډېر ﺯيات مې تجربه همدا ناکامي و ‌چه بالاخره کاميابه شومه.
پوښتنه:تر ټولو لوی ارمان مو څه دی؟
ځواب:تر ټولو لوى ارمان مې داده چه خپل هېواد مې د نورو هېوادونو په څېر د پرمختګ لوړو کې وګورمه، يوه ورځ ددې شاهدان اوسو چه له افغانستانه انجونې فضا ته په سفر ځي.

پوښتنه: د طالبانو راتګ ستاسو په ژوند څه اغیزه وکړه او ستاسو اوسنى ژوند څه ډول دى؟

ځواب:جمهوريت کې به ما خپله برنامې تنظيم کولې، خپلې مفکورې مې پلې کولې، پرته لدې چه له چا د مادي يا معنوي امتياﺯ تمه ولرمه، دندې ته به تلمه، خو اوس مهال ﺯه وﺯګاره شوم، او همدارنګه يواځې انلاين فعاليتونه ترسره کوم.
پوښتنه:او تاسو فکر کوئ چې د طالبانو حکومت د افغانستان د ځوان نسل د استعدادونو د روزلو وړتیا لري؟
ځواب:ددې پوښتنې په ځواب کې بايد ووايم دا به وخت ثابته کړي چه تالبانو حکومت د ځوان نسل د استعدادونو د روﺯلو وړتيا لري او که نه؟!
خو فقط دومره وايمه چه ﺯمونږ ځوان نسل دې د حکومت په تمه نه کېني، خپله دې خپل استعدادونه وروﺯي.
ځکه خداى هم نه بدلوي حال د هغه قوم چه نه بدلوي خپل حالت پخپله.

پوښتنه: د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان ښځو وضعیت څنګه ارزوئ؟ او د ښځو د وضعیت د ښه کېدا او اساسي حقونو ته د لاسرسي لپاره څه حلاره وړاندې کوٸ؟
ځواب:که جمهوريت کې و په افراط روان و، جمهوريت کې ىه پروژوي توګه د ښځو ملاتړ کېده او اوس مهال هم پروژوي توګه يۍ مخالفت کېږي.
ﺯما له نظره حل لاره يې داده چه لمړى بايد ښځې خپله خپل حقوق وپېژني، خپل ځانونه وپېژني، ﺯده کړې وکړي، د خپل حقونو د لاسته راوړلو لپاره خپله را ولاړ شي، امير امان الله خان هند ته پخپل سفر کې خلکو ته ويلى و چه اﺯادي ورکول کېږي نه بلکه اخيستل کېږي، ﺯه وايم چه حقونه ورکول کېږي نه بلکه اخيستل کېږي، تر هغه چه ښځې خپله خپل حقوق وانخلي، هېڅوک او هېڅ حکومت يې نه ورته ورکوي، هغه که ان دموکراتيک يا سکولر حکومت وي.
ما ترننه ترلاسه شوي حقوق ټول خپله اخيستي، لمړى مىارﺯه مې له کورنۍ سره پيل کړې، کورنۍ که درس ته پرىښې ومه خو له ډېرو نورو حقونو بې برخې ومه.

پوښتنه:د ورستۍ پوښتنې په توګه دښځو له پامه غورځول به طالبانو ته څه پايلې ولري؟
ځواب:ښځې د هېواد نيم نفوس دى او په هېچ وجه له پامه نشي غورځول کېداى، که چېرې تالبان دا کار کوي نو پايله يې معلومه ده چه څوک يې په رسميت نه پېژني
ﺯما له نظره بهتره ده چه ښځو ته ډ ېر پام وکړي او هره اداره کې دې خپله ونډه ورته ورکړي.
پوښتنه: نورو افغان میرمنو ته ستاسو پیغام څه دی؟
ځواب:افغانو مېرمنو ته ﺯما پيغام داده چه خپل ارﺯښت وپېژنٸ، خپله هم ﺯده کړې وکړٸ او په اولادونو خصوصا په لورانو مو هم ﺯده کړې وکړٸ، ژوند کې هدف وټاکٸ، او د هغه لاسته راوړلو لپاره کار وکړٸک هېڅکله هم دا مفکوره ﺫهن کې مه ساتٸ چه ﺯه واده وکړم نو دا هر څه دي، برعکس واده د ژوند يوه ضروري برخه ده خو ټول ژوند نده، پخپل پښو ودرېږٸ،تر څو تاسو د خاوند، وروراوپلار سره مرسته وکړٸ نه دا چه د هغو مرستې ته سترګې پر لار اوسٸ.