افغانستان و جهان

د کندهار امر بالمعروف ریاست سر له ننه د بې حجابه ښځو پر وړاندې د حجاب د تطبيق کمپاین پيل کړ

دې ریاست مسول شېخ عبدالرحمان طیبي وايي، د حجاب د ياد کمپاین کي به ډېر ملایان برخه واخلي او لویه برخه به يې پر توصیې ولاړه وي.

هغه وويل که د دوی دا ډول هدايت و نه منل سو نو بيا به د بې حجابه ښځينو د کور نارینه یې محکمې ته معرفي کېږي تر څو خپل په ښځو حجاب تطبيق کړي.

هغه په ټینګار سره ويلي، چې د حجاب له مراعت څخه هدف دا نه دی چې د ښځينو حقوقونه يې ورڅخه اخیستل شوي، بلکي د اسلام په چوکاټ کې لا هغوئ ته حقوقو او عزت ورکول کېږي.

د‌هغه په وینا که بې حجابه ښځي په بازار کي ولیدل سوې، نو په کله به يې مخنیوی وکړي.

د کندهار ښځينه اوسېدونکي وايې، دا ډول چاري به د دوی ژوند له مشکلاتو څخه ډک کړي.

شازيه چې اوس د‌ پوهنتون محصله ده وايې، طالبان غواړي چې په زوره په موږ حجاب وکړي.

شازيه وويل « که زموږ د کور نارینه زموږ پر ځای محکمه شي نو دا خو معلومه خبره ده چې هغه به موږ له درس او وظيفي څخه راګرځوي، طالبان بايد خپل دغه پريکړه بيرته واخلي»

او تر هغه مخکې یې د ښځو لپاره د “ستر” نوی لارښود اعلان کړی و چې له مخې یې ښځې اړ دي چې په عامه ځایونو کې له سر تر پښو پټې وي او نقاب یې پر مخ وي. په دغه لارښود کې همدا راز ویل شوي وو چې که کومه مېرمن له دې امره سرغړونه کوي نو ولي یا د کور مشر ته به یې سزا ورکوي.

په فرمان کې ښځو ته سپارښتنه شوې وه چې تر اړتیا پرته دې له کوره نه وځي.

پر ښځو او نجونو د طالبانو دغه محدودیتونه په افغانستان کې دننه او بهر غندل شوي او د طالبانو حکومت یې له نیوکو سره مخ کړی چې ځینې د دوی دغه لارښود اسلامي اصولو سره په ټکر کې بولي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې دا دول کمپاين د هېواد په نورو برخو کې هم عملي شوی دی.

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا