افغانستان و جهان

د کندهار مرستیال والي سویل لوېدیځه حوزه کي د جینوا کال موسسې له مسئول سره وکتل

د سه شنبې په ورځ سهار ولایت مقام کي د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک په خپل کاري دفتر کښي سویل لوېدیځه حوزه کي د جینوال کال موسسې له مسئول عبدالروف وفا سره وکتل.

 

د لیدني په پيل کي عبدالروف وفا لومړی مرستیال والي ته د جینوال کال موسسې په اړه بشپړ معلومات وړاندي کړل، چي په خبره یې جینوا کال موسسې په افغانستان کي د ۲۰۱۷م کال څخه خپل کارونه پیل کړي، چي د نړیوال بشرپال قانون په رڼا کي د روغتیایي کارکوونکو، ځایونو او تجهیزاتو د ساتني ترڅنګ د ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو په برخه کي د افغانستان ترڅنګ د نړۍ په ۱۷ هیوادونو کي سمینارونه او کنفرانسونه دایروي، چي بیا د ورکشاپونو او کنفرانسو په ترڅ کي لیکل سوي نظریې له مسئولینو سره شریکوي.

 

ښاغلي وفا زیاته کړه، کندهار کي یې ادارې د روغتیا، ښوونیزو او روزنیزو پراګرمونو په برخه کي ګڼ شمېر پروګرامونه ترسره کړي او خلګو ته یې پوهاوی ورکړی او ډاډ یې وړاندي کړ، چي نظامیانو ته ښوونیز او روزنیز سمینارونه، ښوونکو ته د وړتیا لوړولو سمینارونه او روغتیايي خدماتو په برخه کي به د دوی خدمات راتلونکي کي هم دوام ولري.

 

وروسته د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک لومړی سویل لوېدیځه حوزه کي د جینوا کال راغلي مسئول ته ښه راغلاست ووایه او ورڅخه یې مننه وکړه، چي ورسره د همږغۍ زیاتولو په موخه ګوري او زیاته یې کړه، په ټولو داخلي او نړیوالو موسسو کي افغان کارکوونکي باید خپل نړیوال مسئولین او د موسسو مشران زیاتو مرستو او خدماتو ترسره کولو ته راوبولي او د بشپړ امنیت ترڅنګ د ا،ا،ا له لوري د هرډول همکاریو ډاډ ورته وړاندي کړي.

 

مرستیال والي د یاد مسئول څخه وغوښتل، ترڅو یې اداره هم په روغتیايي، ښوونیزو او روزنیزو خدماتو کي څو برابره زیاتوالی راولي؛ ځکه تر بل هر وخت د کار کولو زمینه برابره ده او هم ورته زیاته اړتیا لیدل کیږي او وروستیو کي یې د ولایتي ادارې په استازیتوب ورته د هرډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا