له شپږم ټولګی وروسته د کندهار د نجونو نا معلوم تعلیمی راتلونکی
له شپږم ټولګی وروسته د کندهار د نجونو نا معلوم تعلیمی راتلونکی

د روان تعلیمی کال په تېرېدو سره لاهم په کندهار کی ښځینه ښوونځیو تړلی دی او زرګونه ښځینه زده کوونکی له زدکړو څخه بې برخی دی. د کندهار یو شمېر ښځینه فعالانی  وایی چی اسلامی امارت باید خپلی ژمنی پرځای کړی او ژر تر ژره د ښځو پر مخ د ښوونځیو دروازی خلاصی کړی. دغه […]

د روان تعلیمی کال په تېرېدو سره لاهم په کندهار کی ښځینه ښوونځیو تړلی دی او زرګونه ښځینه زده کوونکی له زدکړو څخه بې برخی دی.
د کندهار یو شمېر ښځینه فعالانی  وایی چی اسلامی امارت باید خپلی ژمنی پرځای کړی او ژر تر ژره د ښځو پر مخ د ښوونځیو دروازی خلاصی کړی.
دغه ښځینه فعالانی چی نه غوشتل نومونه یی یاد سی, وایی دکندهار ښځینه زده کونکی په یو نامعلوم سرنوشت او حالت کی ژوند کوی.
د دوی په خبره نه یوازی د ښوونځیو دروازې د ښځینه زده کوونکو پرمخ تړلی, بلکی په دفترونو او نور کار ځایونو کی هم ښځینه کارکوونکی نسته چی پدې برخه کی تراوسه اسلامی امارت اقدام ندی کړی.
دغه فعالانو په ټینګار سره وویل چی نور دغسی نامعلوم سرنوشت ورته دمنلو نه دی او وایی که چیری اسلامی امارت ژر تر ژره ښوونځۍ خلاصی نه کړی نو دوې به دخپل بشری حق ترلاسه کولو لپاره اعتراضونه وکړی ترڅو د ښځو پر مخ هر ډول تعلیمی او کاری دروازی خلاصیږی.