مرکه: په کندهار کې د ښځو د حقونو یوې فعالې صفیه الهام

پوښتنه: که ځان په لنډ ډول معرفی کړئ؟ (لنډه پیژندنه پشمول د عمر، د زیږون ځای، د تحصیل درجې، کاری تجربه، مدنی حالت) ځواب: صفیه الهام یم ، ۱۳۵۹/۱/۶ په کندهار ولایت کې زیږیدلې یم. د حقوق او سیاسې علومو لیسانس یم، ١٨ کلنه کارې تجربه لرم په بېلابیلو غیر دولتی نړیواله انجیو ګانو څخه […]

پوښتنه: که ځان په لنډ ډول معرفی کړئ؟ (لنډه پیژندنه پشمول د عمر، د زیږون ځای، د تحصیل درجې، کاری تجربه، مدنی حالت)

ځواب: صفیه الهام یم ، ۱۳۵۹/۱/۶ په کندهار ولایت کې زیږیدلې یم.
د حقوق او سیاسې علومو لیسانس یم، ١٨ کلنه کارې تجربه لرم په بېلابیلو غیر دولتی نړیواله انجیو ګانو څخه او په کندهار کې ښځو ته په بېلابېلو برخو کې مشورې او معلومات ورکوم. مدنی حالت مې کونډه یم!

پوښتنه: ستاسو په وخت کې د زده کړو پر وړاندې د خنډونو ننګونې کومې وې؟ په کومو حالاتو کې مو زده کړه وکړه؟

ځواب: د دواړو اړخونو لخوا جګړه ډېره وه ، لسم یولسم دولسم ټولګۍ مې په یو داسې حالت کې ویلی چې یوه ورځ بت درس ته تللو یوه هفته به جګړه وه کورکې به وو.

پوښتنه: په (سوداګرۍ، رسنیو، اقتصاد…) کې ستاسو د لومړی فعالیت انګیزه څه وه؟

ځواب: زمینه د کار کولو مساعده وه نړیوال دفترونه د ښه پلان او روزونو سره اماده وه اقتصادی ستوزی ډېری وی موږ هم خپله اماده ګی او فعالیت ډېر کړ.

پوښتنه: په ژوند کې مو رول ماډل څوک و او د بریا راز مو څنګه زده کړ؟ ایا تاسو په خپل ژوند کې ناکامی تجربه کړې؟

ځواب: مور او پلار مې رول ماډل وو هغوی هڅولم تر څو نورې زده کړې وکړم ، هو ناکامیانې په ژوند کې ډېرې وی د هماغه ناکامیو پایله وه چې د ډېر عمر په درلودلو سره مې پوهنتون ووایه د ماسټری پیل مې وکړ.

پوښتنه: د طالبانو راتګ ستاسو په ژوند څه اغیزه وکړه او ستاسو د اوسنۍ ژوند شرایط څه دی؟ او تاسو فکر کوئ چې د طالبانو په مشرۍ حکومت د افغانستان د ځوان نسل د استعدادونو د روزلو وړتیا لری؟

ځواب: د طالبانو د راتګ سره مو سر او مال خوندی سوئ، دترور له ډاره وتلې یم، هو بې دندی سوی یم پر کور ناسته یم بیا هم امید لرم چې کارونه به سم سې او کچېری نوی حکومت وغواړې مسلکی کسان ټول او خپل د هرې ادارې کار د پخوا په ډول مخته یوسې .

پوښتنه: که مخاطب مهاجر شوی وی (تاسو ولې مهاجر شوئ او څنګه له افغانستان څخه ووت؟

جواب: زه لا هېواد کې یم.

پوښتنه: تر ټولو لوی ارمان مو څه دی؟

ځواب: ستر ارمان مې ماسټری کول او بیرته خپلې دندې ته ستنیدل او خدمت کول د خپل ټولنې لپاره.

پوښتنه: د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان ښځو وضعیت څنګه ارزوئ؟ او د ښځو د وضعیت د ښه کولو او اساسی حقونو ته د لاسرسی لپاره ستاسو وړاندیز شوی حل څه دی؟

ځواب: د طالبانو په حکومت کې دا بندېزونه چې د ښځینوو لپاره دی، باید دا بندېزونه لیری سی, ددولتی کارمندانو البته ښځینوو کارمندانو پرته د کار اجازه ورکول سی، د غیر دولتې موسسات ښځېنه کارمندانې ته هم د کار زمینه برابرول او خاص امید لرم چې د نجونو ښوونځی به ژر تر ژره پرانیستل سې.

پوښتنه: نورو افغان میرمنو ته ستاسو پیغام څه دی؟

ځواب: زما پیغام و نورو افغان میرمنو ته دا دی چی د خپل مبارزه څخه هیڅ وخت پاته نسی هر افغان میرمنیې حق چی په خپل هیواد کی آزادانه ژوند ولری کار وکړی او خپل هیواد ته خدمت وکړی.

فضیله “عزیزی”